Abul Barkat Hasan Mir Surkh Bukhari (Rt) (Pashto)


تذکره اوليائے پاکستان و افغانستان

ابوالبرکات حسن مير سرخ بخاري
ولادت .په بخارا کښ سنه ۵۹۵
وفات په بهاولپور کښ سنه ۶۹۰ ه

دحضرت شيخ المشائېخ ابوالبرکات جلال الدين المقلب په جلال اعظم مير سرخ بخاري خپل اصلي او محضه نوم حسن دے.جلال الدين ئے خانداني لقب دے.او جلال اعظم.او ميرسرخ ذاتي القاب دې.او چونکه په بخارا کښ پيدا شوئے وو.پدےوجه دَدوي دَنوم سره لفظ دَ بخاري ليکلے شي.دَنسب سلسله ئے حضرت امام علي نقي رضي الله عنه ته رسيږي.شجره ئے داسے ده.

ابو البرکات سيدجلال الدين حسن المعروف په مير سرخ بخاري ابن سيد علي ابوالمؤيدابن سيد ابوعلي جعفرابن سيد ابوالفتح صفي الدين محمد.ابن سيدابومحمد ناصرالدين محموداصغر.ابن سيد ابي يوسف وابومحمود شيخ المشائيخ احمد قتال.ابن سيد ابواحمدشهاب الدين عبدالله. ابن سيد ابي عبدالله علي اصغر المقلب په اشتر.ابن سيد ابوعلي جعفرالمرتضي المقلب په خليل الله ثاني او جعفر ثاني ابن الامام ابوالحسن ثالث محمد علي نقي رضي الله عنهم اجمعين.

ضروري وضاحت؛

په دے پورتني شجره کښ چه هرڅومره نومونه ذکرشول ددے هريونوم په حقله په اختصار سره ځنےضروري وضاحتونه دلته سلسله وار درج کوؤلے شي دپاره ددے چه په مختلفو تذکرواوشجره نسبونو کښ چه کوم فرق موجود دے يا اشتباهات دي هغه رفع شي او فائده ئے عامه شي.

الف.دپيښور ښهردَبخاري ساداتو په شجره کښ او نورو عاموتذکرو کښ دا نوم فقط جلال الدين ميرسرخ بخاري ليکلے شوے دے.حالانکه دغه دَدوئ القاب دي.اصلي نوم ئے نه دے. دَباجوړدَبخاري ساداتو په شجره کښ دَدوئ اصلي او محضه نوم حسن درج دے.او دَسيدافتخارعلي شاه نقوي بخاري مرحوم په تاليف تحفته السادات کښ اودَاوچ بهاولپوردَمشهورتذکره ليکونکي خواجه فيض محمد مرحوم په شجره کښ دَدوئ نوم داسے ليکلے شوے دے.مخدوم سيد جلال الدين حيدر سرخ پوش بخاري.په حواله دَمکتوب دَسيد غلام شبير بخاري دَلاهورپنجاب.او دَسيد غلام حسن دَمظفرآباد آزادکشميرپه يو مکتوب کښ دَدوئ نوم حسين درج دے. ليکن ځمونږدَتحقيق مطابق دَباجوړدَبخاري ساداتودَشجرے روايت زيات صحيح دے.ځکه مونږه هم دلته دَدوئ نوم حسن درج کړلو.

دويئم؛

ددے شجرے دويم نوم دے. علي ابوالمؤيد.دَقبائيلي علاقے باجوړ دَبخاري ساداتوپه شجره کښ دانوم سيد ولي محمد درج دے.او دَاوچ شريف بهاولپور په شجره کښ دا نوم سيد محموداصغر درج دے.ليکن دَپيښور ښهردَبخاري ساداتو دَشجرےاودَسيد غلام حسن کاظمي دَمکتوب مطابق مونږه دانوم سيد علي المؤيد درج کړلوچه زيات صحيح روايت دے. مزار مبارک ئے په بخارا کښ دے.اوپه سنه ۵۷۵ ه کښ وفات شوے دے.

دريئم؛

ددے شجرے دريم نوم دے.سيد ابوعلي جعفر دَاوچ دَساداتو په شجره کښ دانوم داسے درج دے.ليکن دَګوجروګړهئ دَبخاري ساداتودشجرے مطابق دَدوئ پوره نوم سيد ابوعلي جعفر دے.مزارمبارک ئے په بخاراکښ دے

څلورم؛

ددے شجرے څلورم نوم سيد ابوالفتح صفي الدين محمد دے. دَباجوړپيښور ښهر.ګوجروګړهئ.بهاولپورپه ټولو شجرو کښ دَدوئ نوم سيد محمد درج دے.ليکن دَدوئ پوره نوم سيد ابوالفتح صفي الدين محمد دے. مزارمبارک ئے په بخارا کښ دے . او په سنه ۵۱۹ ه کښ وفات شوے دے.

پنځم؛

ددے شجرے پنځم نوم محمود دے.دَقبائيلي علاقے باجوړ دَبخاري ساداتو په شجره کښ دانوم سيد ولي محمد درج دے. او دَ اوچ شريف بهاولپور په شجره کښ دا نوم سيد محمود اصغر درج دے.دَضلع مردان دَګوجروګړهئ دَبخاري ساداتوپه شجره کښ دانوم صرف سيد محمودبخاري درج دے.چنانچه په دے سلسله کښ دَباجوړشجرے روايت صحيح نه دے.اودَدوئ پوره نوم ابي محمد ناصرالدين محمود اصغر دے.اصغر ورته په دے بناوئيلے شي چه دَدوئ دوه رونړه ؤو.دَيو نوم علي ووچه هغه په سيد علي اکبر نامه ياديدلو.او دده نوم محمود وو.چونکه دے کشر وو.پدغه مناسبت سره په محمود اصغر نامه ياديدلو.دَدوئ کنيت ابومحمد دے.او لقب ئے ناصرالدين دے.په سنه ۳۷۰ ه کښ پيداشوے دےاوپه سنه ۴۶۷ هجري کښ وفات شوے دےمزارمبارک ئے په بخاراکښ دے.دَوالدےماجدے دَطرف نه شجره نسب ئے داسے ده.سيد محمود اصغر بن زينب بنت سيد مرتضي بن سيد محمد بن سيد مظهر بن سيد ابوالفضل محمد.

شپږم؛

ددے شجرے ښپږم نوم سيد ابويوسف وابومحمود شيخ المشايئخ احمد قتال دے. دَدوئ اصلي نوم احمد دے. کنيت ئے ابويوسف او ابومحمود دے.او قتال ئے لقب دے.دَباجوړاوګجروګړهئ په شجره کښےدانوم سيد احمد کبير درج دے او دَ اوچ شريف په شجره کښ دانوم ابويوسف احمددرج دے.ليکن پوره نوم ئے هغه دےکوم چه مونږ پورته اوليکلو.دَوالدے ماجدے نوم ئے سکينه بنت سيد محمد بن سيد مظهربن سيدابوالفضل محمد دے.حضرت شيخ احمد قتال په سنه ۳۶۰ کښ پيداشوے او په ۴۱۶ کښ وفات شوےدے مزارمبارک ئے په بخارا کښ دے.

اووم؛

دَدے شجرے اووم نوم سيد ابواحمد شهاب الدين عبدالله دے. دَ پيښور ښهر دَبخاري ساداتو په شجره کښ دانوم داسے درج دے. سيد عبدالله جعفر .دَباجوړ په شجره کښ دانوم داسے درج دے. سيد عبدالله جعفر ثاني.دغه شان دَ اوچ شريف او ګوجروګړهئ په شجره کښ دانوم داسے درج دے. سيد عبدالله .په دے سلسله کښےدَ پيښور او باجوړروايت صحيح نه دے.ځکه چه جعفر په حقيقت کښ دَسيد عبدالله دَنيکه نوم دے.بلکه څرنګه چه مونږه پورته تصريح اوکړه دَ دوئ اصلي محضه نوم عبدالله دے.اسم کنيه ئےابواحمددے.اولقب ئے شهاب الدين دے. دَ والدے ماجدے نوم ئے خديجه بنت سيد مظهر بن سيد ابوالفضل محمد شريف فاضل دے. په سنه ۲۹۱هجري کښ پيداشوے دے.اوپه سنه ۳۵۲هجري کښ وفات شوے دے.مزارمبارک ئے دَعراق په سامره نومے ښهر کښ دَخپل نيکه دَمزارمبارک خواته دے.دَ دوئ دوه ځامن وو.

۱.سيد محمد نازوک عليه الرحمته چه دده اولاد په بني نازوک نامه ياديږي . دده پنځه ځامن وو.سيد عيسي.سيد ابوالغنائيم عبدالله .سيد محمد.سيد علي. سيد يحي
۲.اودَدويئم ځوئ ئے سيد ابويوسف احمد قتال نوم ووچه مخکښئے ذکراوشو.ددے نه داهم معلومه شوه چه بخارا ته هم دغه حضرت سيد ابويوسف احمد قتال راغلے وو.

اتم؛

ددے شجرے اتم نوم دے. سيد ابوعبدالله علي اصغر المقلب په اشتر.دَګوجروګړهئ دَ بخاري ساداتو په شجره کښ دانوم علي اشکر درج دے.اودَاوچ شريف په شجره کښ علي اصغر.درج دے.په دے دوانړو بيانونوکښ چه کوم فرق دے .دَهغه وضاحت داسے دے . چه دَدوئ خپل نوم علي دے. اصغر ئے تعريف دے . ابوعبدالله ئے کنيت دے او اشتر ئے لقب دے. دَوالدے ماجدے نوم ئے دے.زينب بنت سيد ابوالفضل محمد شريف فاضل بن سيد ابوالقاسم علي نقيب قم ايران بن سيد محمد بن سيد حمزه مشهود بن سيد احمد السرخ بن سيد محمد بن سيد اسماعيل ابن سيدمحمد الارقط بن سيد عبدالله باهر بن امام زين العابدين علي بن سيد امام حسين رضي الله تعالي عنهم اجمعين. حضرت سيد علي اشتر په ۲۵۷هجري کښ پيداشوے وواوپه ۳۲۱ کښ وفات شوے دے. مزارمبارک ئے په سامره عراق کښ دَ خپل پدربزرګوار خواته دے.دده څلور ځامن وو. محمد جعفر.اسماعيل عبدالله په دوئ کښ حضرت سيد اسماعيل دَوادئ سندهدَ بهکر نومے ښهار دَ ساداتو نيکه دےاوهر کله چه حضرت مير سرخ بخاري عليه الرحمته بهکر ته تشريف راؤړلو.او هم ددے ساداتوپه کورنئ کښے ئے واده کړے وو.

نهم؛

دَدے شجرے نهم نوم دے. سيد جعفر .دَ باجوړ .پيښوراورګوجروګړهئ دَ بخاري ساداتو په شجره کښے دانوم داسے درج دے. سيد جعفر ثاني او دَ اوچ شريف بهاولپور په شجره کښ دانوم داسے درج دے. سيد جعفر ثاني تواب.زکي.دَدوئ اصلي نوم جعفردے.ابوعلي ئے کنيت دے جعفر ثاني جعفر المرتضٰي جعفر التواب .جعفر زکي .خليل الله ثاني ئے القاب دئ.رضي الله عنه

فائده؛دَملتان او پيښور دواړو په شجره کښ دَ جعفر ثاني اوعلي نقي ترمخه دَ امام حسن عسکري نوم نشته دے. فقط دَ باجوړ دَشجرے داراويت غلط دے . په دے سلسله کښ دَ ګوجروګړهئ په شجره کښ چه کوم وضاحت دے هغه دا مسئله صفا کوي.اوهغه دادے چه دَ حضرت امام علي نقي درے ځامن وو.۱امام حسن عسکري۲حسين ۳جعفر ثاني چه په دوئ کښ دغه دريم کشر ځوئ سيد جعفر ثاني دَ حضرت مير سرخ بخاري عليه الرحمته نيکه دے.رحمته الله عليهم اجمعين

حضرت ابوالبرکات سيد جلال الدين حسن مير سرخ بخاري رحمته الله عليه په ۵۹۵ هجري کښ په بخارا کښ پيدا شوے وو. بيا دَ بخارا نه ئے دَڅلويښتو کالو په عمر کښ په ۶۳۵ ه کښ دَ وادئ سنده بهکر نومے ښار ته تشريف راوړلو.او هم دلته استوګنه اختيار کړله. څه موده پس ددغه ځائ نه ملتان ته راغے.او دَ حضرت شيخ الشيوخ حضرت بهاؤالدين ذکريا ملتاني رحمته الله عليه نه ئے په سلسله عاليه سهرورديه کښ لاس نيوے وکړه .لکه چه وړاندے ذکر شوے دے.حضرت ابومحمد شيخ بهاؤالدين ذکريا دَ حضرت شيخ شهاب الدين عمر سهروردي عليه الرحمته ممتاز خليفه وو.

حضرت سيد جلال الدين بخاري ميرسرخ ته خپل مرشد کامل دَ خلافت خرقه ورکړے وه. دَ ظاهري او باطني دوانړو علمونو ډيرلوئ فاضل عالم او دَ ډيرے اوچتے روحاني مرتبے اوکمالاتوخاوند وو. اودَ خپل وخت په جليل القدر بزرګانو کښ دَدوئ دَ علمي اوروحاني مرتبے اوچتوالے منلے شوےوو.

دَ بهکر دَاستوګنے په زمانه کښ ئے په ۶۵۴ کښ دَ دغه ښهاردَ يو مشهور بزرګ حضرت سيد بدرالدين عليه الرحمته دَکشري لور بي بي سره نکاح اوشوه. حضرت شيخ عبدالحق محدث دهلوي پخپل کتاب اخبار الاخيار کښ ليکلي ؛ چه حضرت ميرسرخ بخاري ته ددے نکاح زيرے دَ حضرت رسول مقبول صلي الله عليه وسلم دَ طرف نه ورکړے شوے وو.

دَواده کولونه څه نيټه روستو ددوئ بهکر نه په کډه باندے په ۶۵۷ کښ دَ بهاولپوراوچ شريف نومے ځائ ته راغلل،او دلته ئے استوګنه اختيارکړه.په اوچ شريف کښ چه دوئ په کومه محله کښ استوګنه اختيارکړے وه هغه ترنن ورځے په محله بخاريان سره مشهوره ده.

دلته داخبره هم ياديدل پکار دئ چه دَبهاولپور دغه اوچ نومے مقام ډير بختور ځائ دے. دلته دَ سيدانو دوه کورنئ اوسيږي.

الف.يوه دَ بخاري ساداتو کورنئ ده چه مورث اعلي ئے هم دغه حضرت مير سرخ بخاري دے.

ب. دوئيمه دَ ګيلاني ساداتو کورنئ ده.چه په خصوصيت سره دَحضرت غوث الاعظم ميران محي الدين عبدالقادر جيلاني رضي الله عنه دَ مشري ځوئ حضرت سيد عبدالوهاب عليه الرحمته دَ نسل ځنے دي.اوپه دَدغے په مناسبت دَ خپل نوم سره سيد ګيلاني عبدالوهابي ليکي.په دے خاندان کښ هم ډير لوئ لوئ بزرګان تيرشوي دي. عليه الرحمته

دَحضرت مير سرخ بخاري عليه الرحمته دَ ځامنو په شميره او تعداد کښ اختلاف دے. چه دلته ورته اشاره کوؤل مناسب ګنړو.

الف. دَمفتي غلام سرور لاهوري په تاليف تاريخ مخزن پنجاب .کښ ليکلي دي چه دَدوئ درے ځامن وو.سيد محمد کبير.سيد احمد کبير،اوسيد بهاؤالدين.

ب. شيخ عبدالحق محدث دهلوي رحمته الله تعالي عليه پخپل کتاب اخبارالاخيار کښ دَ دوئ دوه ځامن يادکړي دي. محمد،احمد

ج.دَ پيښور دَبخاري ساداتو په شجره کښے دَ دوئ دَ څلوروځامنونومونه درج دي. ۱،محمد غوث، ۲احمد کبير، ۳معصوم علي ، ۴جعفر

د. دَ اوچ شريف دَ بخاري ساداتو په شجره اودَ مخدوم سيد غلام شبير بخاري دَتره سيد افتخار علي شاه بخاري مرحوم په تاليف تحفته السادات کښ دَدوئ دَ پنځو ځامنو نومونه درج کړي دي.

سيد علي،سيدجعفر،سيدمحمدغوث،سلطان سيد احمد کبير،سيد معصوم

ددے پورتنو روايتونو په اختلاف چه فکر اوکړو.نودے يوڅو نتيجوته رسيږو.

۱،چه دَ تاريخ مخزن پنجاب په روايت کښ چه دَ دريم ځوئ نوم سيد بهاؤالدين يادشوے دے.نودغه دَريم ځوئ نوم نه دے.بلکه دَ سيد احمد کبير لقب دے.ځکه چه دَ سيد محمد کبير دَ نوم سره په طوردَلقب باندے شيخ صدرالدين ذکر شوے دے.هم دغه شان سيد احمد کبير دَ نوم سره کلمه دَ بهاؤالدين په طوردَ لقب استعمال شويده.
۲، بله خبره داده چه په کتاب اخبار الاخيار کښ ذکر شوے نوم ،محمداو په تاريخ مخزن پنجاب کښ ذکر شوے نوم محمد کبير او دَ پيښور اوچ شريف او دَ باجوړ دَ بخاري ساداتو شجرو نوم محمد غوث دادرے واړه په حقيقت کښےديو سړي نوم دے. وضاحت ئے داسے دے.چه دده اصلي نوم محمد دے.او غوث ،کبير ،صدرالدين ئے تعريفي القاب دي.

۳،بله دا چه په اخبار الاخيار او تاريخ مخزن پنجاب کښ دَ حضرت سيد جلال الدين مير سرخ بخاري فقط ددوه مشرانو ځامنونومونه ياداشتونه دي،په دے وجه په دے کښ دَده دَ ټولو ځامنونومونه راغلي دي.

بله خبره چه ځمونږ دَ پاره دَغوراوبحث قابله ده. هغه دَ هغے فرق په حقله ده. چه دَ حضرت مير سرخ دَ ځامنو نومونه په ترتيب کښ په مختلفو تاريخي کتابونو اوتذکروکښے په نظر راځي . په اختصار سره وضاحت کول ئے ضروري ګنړو.

دَ پيښور په شجره کښ دَ دوئ دَ ځامنو نومونه په دے ترتيب ليکلي شوي دي.

محمد،احمد،معصوم،علي،جعفراودَاوچ بهاولپور په شجره کښ دَ پيښور دَشجرے نه برعکس دوه قسمه فرق موجود دے.يو دَ نومونوپه ترتيب کښ فرق دے چه هغه داسے دے علي جعفر محمد احمد معصوم ،دويم داچه په دے کښ دَ پيښور دَ شجرے يو نوم معصوم علي دوه ټوټے شوے دے.يوه ټوټه علي ،بله معصوم . په دوئ کښ علي دَټولونه دَ مشري او ړونبني ځوي نوم ښودلے شوے دے. او معصوم دَ ټولونه دَکشري پنځم ځوئ نوم ښودلے شوے دے.دَاوچ په شجره نسب دے بيان چه روستوکوم تاريخي مشکلات پيدا کړي دي .دَهغے په اکثر تذکره ليکونکي او مؤرخان په اضطراب کښ پريوتلي دي دَ مثال په طور دَ اوچ دا شجره نسب چه مفتي غلام سرورلاهوري په لاس ورغلے ده نوددے په بنا هغه پخپل کتاب خزينته الاصفيا جلد ۲ پانړه ۲۸ کښ ليکلي دي چه دَحضرت مير سرخ بخاري دوه ځامن علي او جعفر ورسره بخارا ته راغلي وو.اوڅه زمانه په هند يعني پاکستان کښ دَ اوسيدلونه روستو واپس بخارا ته لاړل.بيا ورپسے هم ددے خزينته الاصفيا په جلد۲ پانړه ۳۸ کښ او په سير العارفين ۱۵۵ او تاريخ فرشته ۲۸۶ کښ چه حضرت مير سرخ بخاري دَ حضرت بدرالدين بهکري يوه لور په نکاح کړے وه.اوچه هغه وفات شوه نوبيائے دَ هغوئ بله لور په نکاح کړه.او دَ دے بيبيانونه ئے پرله پسے درے ځامن اوشول داولنئ بي بي نه بهاؤالدين اومحمد غوث او دَ دويمے نه احمد کبير.

ددغے ټول بحث مقصد تش دا دے چه مونږ پختانه هغه خلق وو چه دې چا ده ملک نه داسے عظيم او اوچت علمائے دين او مشائيخ نورو علاقو لره ورلل او ورته ئے تبليغ وکړو چه مقصد اور لاره ئے تصوف وه،خو نن هم هغه عظيم هستيانو په مزارونو باندے زمونږ کښ موجود نام نهاد تبليغيانو غلط تعليماتو په وجه دهماکے کيږي،چه دَدے فتنے په حقله نبي کريم عليه السلام مونږ ته په احاديث کښ يو وافر علم پريخودلے دے.دغه اوليائے کرام ټول زمونږ خپل مشران دي. خو افسوس چه نن دَ داسے نام نهاد تبليغ په وجه باندے خلق زيارتونه لره تګ ته هم بدرد وائ.الله دې زمونږ غاړه داسے بے دين خلقو نه لرے ساتي،اومونږ خلقو له علم عطا کړي چه په خپل اصلي اسلاف باندے علم او عملګزار شو.آمين

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s