Pukhto k pa ilm e ghaib yo so jawabat


علم غيب ذاتي او ده عطائي فرق  اعتراضات او دَ هغو جوابات

ټولو نه وړاندي بطور مقدمه يو څو ضروري مباحث قابل غور دې

(۱) په کم آياتونو يا احاديثو يا اقوال فقها کښ چه دَ حضور عليه السلام ده علم غيب نفي کړئ شوي ده هغه نه مراد يا خو ذاتي علم مراد دئ يا اتمامي معلومات يعني رب تعالي ترحقله معلوماتو برابر عطائي علم غيب نفي نه ده، ګنې بيا هغه آياتونه چه کم دَ دې په حق کښ راغلې دې هغو کښ به مطابقت څنګه کيدل

علامه ابن حجر په فتاوي حديثيه کښ په دې قسم َ ټول دلائلو په جواب کښ فرمائې

معناها لا يعلم ذلک استقلالا وعلم احاطته الا الله تعالي اما المعجزات والکرامات فباعلام الله تعالي

ترجمه؛ ده دې معني دا دې چه په مستقل طور باندئ يعني ذاتي او احاطے په طور څوک هم علم نه لري خو تش الله پاک،خو معجزات او کرامات دَ خدائ ده خودلو نه وې ، فتاوي حديثيه ص ۲۶۸ مطبوعه مصطفي البابي واولاده مصر

مخالفين وائي چه په کم دلائل کښ ده علم غيب ثبوت دئ هغه نه مراد ده ديني مسائل علم دئ او چي په څه کښ نفي ده هغه نه مراد باقي دنياوې اشياؤ علوم دې خو دغه توجيه دَ دې اياتونو او احاديث او اقوال علمائے امت خلاف دئ چه کم په دې ثبوت کښ وارد شوې دې حضرت آدم عليه السلام علم، هم دغه شان لوح محفوظ علم کښ ټول تمامتر علوم شامل دې او بيا دَ نبي عليه السلام دغه فرمان چه تمام عالم مونږ مخکي مثل دَ تلې دئ، لهذا دغه توجيه بالکل باطل ده

۲.

مخالفينو دا دلائل چه رب فرمائې چه غيب تش الله ته معلوم اې او بل څوک ت نه خبريږي، او يا وائې چه حضور عليه السلام فرمائلې چه ځه غيب نه لرم يا فقها وئيلې چه کم انسان غيرخدا له پاره علم غيب عقيده لرې هغه کافر دئ، هغه خپله دَ مخالفينو خلاف هم ځي ځکه چه بعض علوم غيبيه ترمخه عقيده خو دوئ خپله هم لرې، اختلاف تش ماکان ومايکون باندې کوې، نو بيا خو ده دغو اقوالو نه دوئې هم نه بچ کيږې ځکه چه که تاسو که يوه خبره هم ومنله نو دا دلائلو خلاف شولو او ساليه کليه په نقيض موجبه جزيه وې

۳

مخالفين که واې چه په دې دلائل کښ ده کل علم غيب نفي ده او بعض علم غيب نفي نه ده نو بس قصه ختمه شوله ځکه چه ماکان ومايکون علم الهي ده سمندرو ترمنزه يوه قطرئ مثال لرې،او مونږ هم نبي عليه السلام له پاره علوم الهيه په مقابله کښ هم تش دَ بعض علوم وقائل يو

۴

مخالفين وائې چه علم غيب ده الله پاک صفت دئ لهذا غيرالله له پاره دا صفت منول کفر دئ، نو په دې کفر کښ دا خپله هم داخلَ شول زکه چه صفت د الله کښ که تاسو يو شرکت هم منوئ نو دا به کفر ګنړلي کيږې، او چه کم انسان ده عالم يو شې خالق هم چرئ بنده نه ګنړې نو هغه به هم بے دينې وې،او که دَ تمام عالم خالق بل څوک ګنړې نو هغه به هم کافر او هغه هم بعض علوم دَ غيب حضور عليه السلام له پاره ثابت کوې نو بيا خپله څنګه ده کفر نه دوئې بچ شول؟ بلکه دا وئيل په کار دې چه ده علم غيب ذاتي صفت تش دَ الله پاک دئ جبکه عطائي علم ده حضور عليه السلام صفت دئ نو شرف نه شو، او هم دا مونږ وائيو

ده ذاتي او عطائي ثبوت

هدايت ورکونکئ څوک؟

ذاتي

هدايت ورکونکئ الله عزوجل دئ

عطائي

امام ابو عيسي ترمذي متوفي ۲۷۹ هجري روايت کوې

عن عبدالرحمن بن ابي عميرۀ وکان من اصحاب رسول الله عن النبي ثم انه قال لمعاويته اللهم اجعله هاديا مهديا واهديه

ترجمه

حضرت عبدالرحمن بن عميره بيان کوې چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائيلې، اے الله معاويه نه هادي او مهدي جوړ کړه او ده دې په سبب هدايت عطا که.

حواله جات

سنن الترمذي باب مناقب لمعاويه بن ابي سفيان جلد ۵ ص ۲۸۷ رقم الحديث ۳۸۴۲ مطبوعه داراحياالتراث العربي بيروت
مسند احمد ج ۴ ص ۲۱۶ مطبوعه موسسته قرطبه مصر
حليته الاوليا ج ۸ ص ۳۵۸ دارالکتب العربي بيروت
تاريخ بغداد ج ۱ ص ۲۰۸ برقم ۴۸ دارالکتب العلميه بيروت
مسند الشاميين ج ۱ ص ۱۸۱ حديث ۳۱۱ و ص ۱۹۰ رقم الحديث ۳۳۵ موسسته الرسالته بيروت
حليته الاوليا وطبقات الاصفيا ذکر بشر بن حارث ج ۸ ص ۳۵۸ دارالکتب العربي بيروت
سيراعلام النبلا ج ۳ ص ۱۲۶/۱۲۵ بيروت موسسته الرسالته
الاستيعاب ذکر حضرت علي بن ابي طالب ج ۳ ص ۱۱۱۴ برقم ۱۸۵۵ مطبوعه دارالجيل بيروت

حافظ ابوالقاسم سليمان بن احمد الطبراني متوفي ۳۶۰هجري روايت کوې

فقال ثم اللحم اجعله هاديا مهديا واهديه

ترجمه؛ رسول الله عليه السلام فرمائيل ، اے الله معاويه نه هادي مهدي جوړ کَ اودَ دې په سبب هدايت ورکړه

حواله جات

المعجم الاوسط ج ۱ ص ۲۰۵ رقم الحديث ۶۵۶ مطبوعه دارالحرمين القاهره
الاسيعاب ذکر عبدالرحمن بن ابي عميره ج ۲ ص ۸۴۳ برقم ۱۴۴۵ مطبوعه دارالجيل بيروت

ذاتي

ان الله بالناس الرؤف رحيم ، سوره البقره آيت ۱۴۳
ترجمه؛ بے شک الله په خلقو باندئ ډير مهربان رحم کؤنکئ دئ

وان الله بکم رؤف رحيم، سوره النور ۶۰
بے شکَ الله مهربان رحم کؤنکئ دئ

وان الله بکم لرؤف رحيم ، سوره الحديد ۹
او بے شکَ الله په تا باندئ مهربان رحم کؤنکئ دئ

ربنا انک رؤف رحيم، سوره الحشر ايت ۱۰
اے زمونږ ربَ بے شکَ چه هم ته نهايت مهربان رحم کؤنکئ ائ

په دې ايات مبارکه کښ ده الله پاک دوه ۲ صفتونه واضحَ شول چ يعني الله عزوجل رؤف هم دئ او رحيم هم دئ، هغه رب قدوس په خپل بندګانو باندئ رحمت کؤنکئ دئ، کائنات په هريوه ذره کِ ده هغه دَ مهربانئ جلوے ښکارې،او په مخلوق کښ دَ هر بني آدم ده جوند بے شمارَ نعمتونه او آسائشي هم په دې رب کريم د عنايت او ده رحمت په وجه دې

دا صفات ده الله تعالي ذاتي صفتونه دې خو هغي خپل دا صفتونه خپل بندګانو ته هم عطا کړئ دې، هغو له پاره دا صفات عطائي دې بالخصوص سرور دوجهان صلي الله عليه وسلم له پاره چه کم رحمته اللعالمين په حيثيت نازل کړئ شو، تاسو هم رحيم يئ او رؤف ئي

لقد جاکم رسول من انفسکم عزيز عليه ما عنتم حريص عليکم بالمؤمنين رؤف الرحيم، سوره التوبه آيت نمبر ۱۲۸

ترجمه ؛ بے شکَ تاسو له په تاسو کښ هغه رسول راغلے چه په چا باندئ ستاسو په مشقت کښ پريوتل ګران وې، ستاسو درون خيرخواه په مومنانو باندئ ډير غټ رؤف او رحيم

په تير شوې آياتونو کښ الله عزوجل صفات حسنه رؤف او رحيم بيان کړئ شوې وو، آيت مذکوره کښ رسول الله عليه السلام له پاره رؤف او رحيم الفاظ راغلې دې، نو معلومَ دا شوه چه رب کريم له پاره دا صفتونه حقيقي ذاتي دې او نبي عليه السلام له پاره دا صفتونه بطور صورت عطائي دې يعني حقيقت کښ الله پاک جل و شانه مؤمنانو له پاره رؤف و رحيم دئ او نبي عليه السلام ده هغه په عطا رؤف او رحيم دئ،

يعني مختصر دا چه که څوک وس دا وګنړې چه رؤف او رحيم خو تش ده الله صفت دئ بل چا څره نه شئ وئيلي نو دا به کفر وې ځکه چه دواړه نامي نبي عليه السلام له پاره هم استعمال شوې دې

امام نورالدين علي بن ابي بکر الهيثمي متوفي ۸۰۷ هجري فرمائې

وعن جرير قال سمعت رسول الله عليه السلام يقول ارحم من في الارض يرحمک من في السما، رواه الطبراني ورجاله رجال الصحيح

ترجمه؛ حضرت جرير رضي الله عنه نه روايت کيږې چه هغه وائي چه ما نبي عليه السلام واؤريدو په دې وئينا چه که تاسو په هغو رحم کوئ چه کم په زمکه دې نو هغه به په تاسو رحم کوې چه کم په آسمان کښ دئ، امام طبراني دا روايت کړ او ده دې رجال صحيح دې

حواله جات

مجمع الزوائد و منبع الفوائد باب ماجا رحمته الناس ج ۸ ص ۱۹۰ مطبوعه موسسته المعارف بيروت
المعجم الطبراني للکبير ج ۱ رقم الحديث ۲۳۴۷،۲۳۴۸، ۲۳۵۰ مطبوعه احيا التراث الاسلامي عراق
المعجم الطبراني الکبير، ج ۲ ص ۳۵۶، حديث ۲۵۰۲ مطبوعه مکتبته العلوم ، الحکم الموصل
حليته الاوليا ج ۴ ص ۲۱۰ و کنز العمال رقم الحديث ۵۹۷۵
جامع المسانيد سنن جرير ابن عبدالله رقم الحديث ۱۵۸۷
الجامع الصغير في احاديث البشير النذير ، ج ۱ ص ۶۴ رقم الحديث ۹۴۱ مطبوعه دارالکتب العلميه بيروت
تذکرۀ الحفاظ ،ج ۱ ص ۶۱۹ مطبوعه دارالصميمي الرياض

الله رب کريم دئ

يا ايها الانسان ما غرک بربک الکريم ، سوره انفطار آيت ۶
اے انسانَ کم شې تاله فريب درکو خپل ربِ کريم ترحقله

غيرالله هم کريم دئ مثال په طور الله پاک فرمائيلې

ولهم اجر کريم . سوره الحديد ۱۸
او هغو له پاره اجرِ کريم دئ

انه القرآن کريم ، سوره الواقعه ۷۷
بے شکَ دا عزت والا قرآن دئ

لا اله الا هو رب العرش الکريم ، سوره المومنون ۱۱۶
هيڅوک معبود نه دئ خو تش دغه عزت والا عرش مالک دئ

انه لقول رسول کريم، وما هو بقول شاعر قليلاً ماتؤمنون ، ولا بقول کاهن قليلاً ما تذکرون ، سوره الحاقه ۴۰/۴۲

انه لقول رسول کريم ، سوره التکوير ۱۹

بے شکَ چه دا عزت والا رسول وئيل دې

عطائي

قال رسول الله اذا اتاکم کريم قوم فاکرموه

المراسيل لابي داؤد ص ۳۴۷ رقم الحديث ۵۱۱ مطبوعه موسسته الرساله بيروت
الکامل في ضعفا الرجال ج ۱ پانړه ۱۷۶ مطبوعه دارالفکر بيروت
الاستيعاب ذکر عبدالله بن صمرۀ ج ۳ ص ۹۲۸ برقم ۱۵۸۰ مطبوعه دارالجيل بيروت
سنن ابن ماجه ابواب الادب باب اذا اتاکم کريم قوم فاکرموه ص ۲۶۳ مطبوعه قديمي کتب خانه کراچي
الاصابۀ في تميز الصحابۀ ذکر جرير بن عبدالله بن جابر رضي الله عنه ج ۱ ص ۴۷۵ برق ۱۱۳۸ دارالجيل بيروت
طبراني الاوسط ج ۵ ص ۳۶۹ حديث ۵۵۸۳ دارالحرمين قاهره

حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمائې چه رسول الله عليه السلام يو مسلمان ده يو ذمي په بدله کښ قتل کړو او بيا ائ وفرمائيل چه کم خلقَ خپل عهد پورا کوې ځه په هغو کِ دَ ټولو نه زيات کريم يم

سنن الدارقطني ج ۳ رقم الحديث ۳۲۳۲

وقال انا اکرم من وفي بذمته هذا خطا من وجهين احدهما وصلته بذکر بن عمر فيه وانما هو

سنن الکبري للبيهقي ج ۸ ص ۳۰ مطبوعه دارالباز مکه مکرمه

په تير شوې آياتو کښ رسول کريم نه جبرئيل امين عليه السلام مراد دئ، آياتِ مذکوره کښ متعدد شئينو ته هم کريم وئيلئ شوې دې ،اجرکريم، قرآن کريم، عرش کريم، او جبريل کريم ، څه نه معلومَ دا شوه چه دا دې الله ده عطا نه کريم دې

الله ولي الذين امنوا ، الله ولي دئ ده ايمان والاؤ

انما وليکم الله ورسوله والذين امنوا، يعني ستاسو ولي (مددګار) الله او ده هغه رسول او ايمان والا دې

ولي مددګار، او کارساز ته وئيلے کيږي، يعني مدد کؤنکئ او کار جوړولو والا

اولنمې آيت کريمه کښ ثابت کيږې چه الله تعالي ده مومنانو مددګار او کارساز دئ

په دوئيمه کښ بطور خلافت رسول الله صلي الله عليه وسلم او ستاسو عليه السلام خلفا هم ده مسلمانانو مددګار او کارساز وئيلې شوې دې او په حديث مبارکه کښ راغلې دې چه

حضرت عمروبن العاص رضي الله عنه فرمائې چه ما په اوچت آواز نبي کريم عليه السلام واؤريدو چه دا ئي وئيل چه واؤرئ پلانکئ کَس او هغه آل ځما ولي نه دې، ځما ولي الله دئ او نيک مومن ځما وليان دې

صحيح مسلم ج ۱۱۵۱ مطبوعه قديمي کتبخانه کراچي، و صحيح بخاري ج ۲ ص ۸۸۶ مطبوعه قديمي کتبخانه کراچي

عطائي

امام احمد بن حنبل متوفي ۲۴۱ هجري روايت کوې چه

سرکار عليه السلام ارشاد فرمائلې چه

من کنت وليه فعلي وليه
ترجمه؛ چه ده چا ځه مولا يم علي هم ده هغو ولي دئ

فضائل صحابه لابن حنبل ج ۲ ص ۶۸۹ رقم الحديث ۱۱۷۷ مطبوعه موسسته الرسالته بيروت

امام ابوعبدالله محمد بن عبدالواحد حنبلي المقدسي متوفي ۶۴۳ روايت کوې چه

ثم اخذ بيد علي رضي الله عنه فاقامه وقال من کان الله ورسوله وليه فهذا وليه

ترجمه؛ بيا ده حضرت علي لاسِ ونيولو او نبي کريم عليه السلام وفرمائيل چه ده چا (مولا)خدائ او ده هغه رسول دئ نو دا ده هغو مولا به وې
الاحادیث المختارۃ ج ۲ ص ۲۱۳ حديث ۱۰۱۴ مطبوعه مکتبته النهضته الحديثته مکه

مولیٰ یعنی (ولی مددگار، مولا نہ مراد تش اللہ نہ دئ)۔

حافظ عماد الدين اسماعيل بن عمر بن کثير متوفي ۷۷۴ هجري روايت کوې چه؛

ان الله ولي المومنون و من کنت وليه فهذا وليه

بے شکَ الله تعالي ده مؤمنانو مولا دئ او چه ده چا ځه مولا يم نو دا حضرت علي ده هغو مولا دئ (يعني ولي ) دئ

السيرۀ النبويته ج ۴ ص ۳۵۲ مطبوعه دارالکتاب العربي بيروت

امام محب الدين ابوالعباس احمد بن عبدالله متوفي ۲۹۴ هجري ليکې چه

قال ان عليا مني وانا منه وهو ولي کل مومن بعدي

ترجمه؛ نبي عليه السلام فرمائيلې چه بے شکَ حضرت علي رضي الله عنه ما نه دئ او ځه ده هغه نا يم او حضرت علي رضي الله عنه مولیٰ دے ده هغو چه څوک مومن دئ ما نه بعد

ذخائر العقبي في مناقب ذوي القربي ذکرانه من النبيوانه ولي کل مومن ص ۶۸ مطبوعه دارالکتب المصريه

امام جلال الدين سيوطي متوفي ۹۱۱ هجري روايت کوې چه؛

من کنت وليه فعلي وليه (حسن). ت
ترجمه ؛ چه ده چا ځه مولیٰ یم علي رضي الله عنه ده هغه مولیٰ دئ

الجامع الصغير في احاديث البشير النذير حرف الميم ج ۲، ص ۵۴۲ رقم الحديث ۹۰۰۱ مطبوعه دارالکتب العلميه بيروت

فان العزة لله جميعا
بے شکَ عزت خو ټول الله له پاره دئ

ولله العزته ولرسوله وللمؤمنين
او عزت خو الله دَ هغه رسول او مومنين له پاره دئ

عزت کښ عزمت شوکت دبدبه هرڅه شامل دې په اولنمئ ايت کريمه کښ ټول عزت الله پاک له پاره خودلئ شوئ دئ او په دوئيم آيت کښ عزت الله پاک عزوجل ده هغه رسول عليه السلام او مومنين کاملين له پاره بيان شوئ دئ

الله يتوفي الانفس حين موتها ، سوره الزمر ۴۲
ترجمه؛ الله قبضوې جوندونه ده هغو دَ مرګ په وخت

قل يتوفکم ملک الموت الذي وکل بکم ،
ترجمه ؛ اے نبي ووايه! چه ستاسو ځان (جوندون) ملک الموت قبض کوې چه کم په ستاسو باندئ مقرر کړئ شوئ دئ

رسلنا يتوفونهم ، ترجمه، زموږ رسول دوئ وجني (مرګ)، يعني

په اول آيت کښ الله تعالي ده روح قبض کولو نسبت ځان لره کړئ دئ بيا دوئيم او دريئم ايتونو کښ دَ مرګ فريښتي ته اشاره شوې ده، يعني حقيقتاً خو جوند هغستل ده الله په لاس دې خو ده الله په حکم دا کار فريښته کوې

دَ الله پاک ډير صفات په دې شان بندګانو لره بيان شوې دې ۱، عليم، ۲ سميع، ۳ بصير، ۴ خبير ، الله تعالي صفات دې ، قرآن کښ متعدد آيتونو کښ ځان لره الله ذکر کړئ دئ

واعلمو ان الله بکل شي عليم ، البقره ۲۳۱
ترجمه؛ او پوهئ کَ (ځان) چه بے شکَ الله هر شې علم لرې

وهو السميع العليم ، سوره الانبيا ۳
بے شکَ هغه آوريدونکئ عليم دئ

انه عليم بذات الصدور ، زمر ۷
بے شکَ چه هغه ده زړونو نه باخبر دئ

دغه شانِ مختلف ايات کښ داسي ذکر شوئ دئ مثال سوره الزاريات پاره ۲۶ کښ عطائي مثال موجود دئ لکه

وبشروه بغلام عليهم ، او ورله ائ يو علم والا ځوئ بشارت ورکړو، يعني په ډي آيت کښ حضرت اسحاق عليه السلام ته عليم وئيلې شوې دې

دوئيم ايت کښ راغلي دې چه (فبشرناه بغلام حليم) سوره الصافات پاره ۲۳

دلته حليم نه مراد حضرت اسماعيل عليه السلام دئ، الله تعالي هغه ده حليم صفت نه تاجدار کړ دې ځائ، حالانکه حليم ده الله تعالي صفت دئ نو بيا دا خبره ثابتَ شوه چه حليم ده الله پاک ذاتي صفت دئ او ده اسماعيل عليه السلام عطائي ذکه چه ورله الله ترمخه عطا کړئ شو

هم دا شان، په سوره يوسف آيت ۵۵ کښ حضرت يوسف عليه السلام فرمائيلې چه (اني حفيظ عليم) بے شکَ چه ځه حفيظ او عليم يم

يعني دا دواړه صفتونه چه کم ده الله پاک دې دلته نبي يوسف عليه السلام له عطا شوې دې

الرحمن فاسئل به خبيرا، سوره الفرقا پاره ۱۹ ترجمه؛ هغه عظيم مهر والا ، نو دَ پيجندونکې نه ده هغي تعريف غواړه

وس په دې آيت کښ هم خبير صف نبي عليه السلام له پاره وئيلئ شوئ دئ حالانکه خبير الله پاک صفت دئ، نو دا به منود په کار وې چه خبير صفت الله له ذاتي صفت دئ او زموږ خوګ نبي عليه السلام له پاره عطائي صفت

نو ګرانو رونړو دې نه ثابتَ شوه چه علم غيب چه کم مونږ اهلسنت وجماعت نبي عليه السلام له پاره ګنړو هغه نه مراد دا نه دئ چه ټول علم غيب خاص ذاتي صفت دَ نبي عليه السلام شولو، بلکه دې نه مراد دغه شو چه کله مونږ وايو چه نبي عليه السلام هم علم غيب لرې نو ده هغې نه مراد هم دا عطائي علم غيب وې ناکه علم غيب ذاتي چه کم تش الله صفت دئ

ځه اميد لرم چه ستاسو په ذهن کښ چه کمي غلط فهمي راغلې وې هغه به ده دې آياتونو او احاديث و اقوال العلما نه به صاف شوې وې ، بلَ اهم خبره که ځما په پښتو ليکلو کښ څه غلطئ راغلې وې نو بخنه غواړم ځکه چه ما انګريزئ کښ تعليم کړئ دئ او دا پښتو خپل شوق او کورنئ ترمخه ليکم نو که ده املا يا ټکې په کښ غلط شوې وې نو بخني خواسګاريم

ده الله په امان

Advertisements

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s