Category Archives: Milad Shareef

MiladeNabi Pa Haqla Malumat [Pashto][Exclusive] Part 1

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو مسلمانانو! دَ ميلاد په بارے کښې نن سبا ډير خلقو په پختون عوامو کښې غلط فهمي او خرافات راپيداکړې دې ، ميلاد مطلب وې سالګره، اور ميلاد النبې عليه السلام نه مراد وې دَ الله پاک عزوجل خوږ پيغمبر عليه السلام دَ دنيا کښې تشريف راؤړو روځ. خلقو په دماغ کښې ګمراهانو دا خبرے وراچولې دې چي دا بدعت دے، خو چرے اصل حقائق ئے تاسو ته نه دې وړاندې کړۍ چي بدعت خوبه وې خو کوم يو بدعت دئ؟ دوئې هميشه نيګړه خبره او تبليغ کوې چي کم دوئې له فائده ورکوې، علمائے اسلام ميلاد ته بدعتِ حسنه وئيلے دا. او په قرآن عظيم کښې ځائے په ځائے دې ترحقله ارشادات موجود دې لکه په قرآن شريف کښي ايام الله مناوهلو حکم اور په نعمتونو شکر ويستو حکم ورکړئے شوے دے او ورسره ورسره دا چې دې تا اختر يعني عيد وئيلو سره دا مطلب نه وې چي ګنې دا لکه دَ لوئے يا وړوکې اختر شولو بلکه دَ دے مثال به لکه ده هغه څيز وې چي څنګه دَ جمعے زبرګه ورځے ته هم دَ اختر ورځ وئيلے شوې دې په حديثونو کښې

دَ ميلاد شريف منوهلو حقيقت په اسلام کښې (پښتو اصل تبليغ)

دميلاد النبي صلي الله عليه وسلم حقيقت

په جشنِ ميلاد النبي صلي الله عليه وسلم کښې د خوږ پيغمبر عليه السلام دَ پيدائش ذکر کيږې او د هغوې معجزات، فضيلتونه او کمالات بيانيګې او دا داسے خبري دې چي څوک هم ترانکار نه شې کولے، ځکه چي په قرآن مجيد کښې د انبيائے کرامو د پيدائش ذکر سره سره د َ هغوې دَ معجزاتو فضيلتونو او دَ کمالاتو ذکر هم شته

د دولسم ۱۲ ربيع الاول شريف ورځ جمهور مسلمانان د جشن ميلاد النبي صلي الله عليه وسلم په توګه مناوهې د خپل خوږ او محبوب پيغمبر عليه السلام سره دَ خپلے ژورے مينې او محبت اظهار په مختلفو طريقو سره کوې، دَ کومے واقعے ياد مناوهل د شعائر اسلام نه ثابته خبره ده. دَ يادګار دَ اهميت اندازه مونږ دَ دے خبرے نه په ښه ډول کولے شو چي په ارکانِ اسلام کښې د ټولو نه اهم رکن (مونڅ) دئ او ددے عملې شکل چي پنځه وخته مقرر کړے شوے دے. دا ټول دَ تيرشوو پيغمبرانو هغه سجدے او نفلونه دې کوم چي الله تعالي ته خوښ شول او دَ يادګار په توګه ئے دَ خپل آخرې نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په امت باندے فرض کړل.

پنځه وخته مونځ د انبياؤ کرامو يادګار دئ:

کله چې د حضرت آدم عليه السلام توبه قبوله شوه نود سحر وخت وو، هغوې دوه رکعته نفل د شکرانے په توګه اوکړل نو هغه د سحر مونڅ اوګرځيدلو

دَ ماسپخين په وخت ابراهيم عليه السلام ته الله تعالي حضرت اسحاق عليه السلام ورکړو نو هغوې د شکرانے په توګه څلور رکعاته اوکړل نو هغه د ماسپخين مونځ اوګرځولے شو.

چي کله حضرت عزيز عليه السلام د سلو کالو نه پس راپاسَولے شو نو د مازيګر وخت وو هغوې د شکرانے په توګه څلور رکعاته مونځ اوکړو نو هغه د مازيګر مونځ اوګرځولے شو

او د ماښام په وخت چي کله د حضرت داؤد عليه السلام مغفرت اوشو نو هغوې د شکرانے په توګه څلوررکعت مونځ شروع کړو خو دَ کمزورئے له وجے په دريم رکعت باندے کيناست نو هغه د ماښام مونځ اوګرځولے شو

او چي کومے هستئ د ټولونه اول د ماسخوتن مونځ کړے دے هغه زمونږ خوږ پيغمبر عليه السلام يعني حضرت محمد بن عبدالله دے.

حواله؛. تلخيص ، طحاوې ، شرح معاني الآثار، کتاب الصلوۀ، باب الصلوۀ الوسطي اي الصلوات ج ۱ ص ۲۲۶ رقم ۱۰۱۴

نو معلومه شوه چي دَ الله تعالي دَ محبوبو خلقو کوم عمل يا واقعه د يادګار په تګه مناوهل نه صرف جائز دې بلکے دَ دينِ اسلام د بنيادې فکر او فلسفے تقاضا ده.

دغه شانے دا حج ِ بيت الله د حضرت ابراهيم عليه السلام و اسمعيل عليه السلام يعنې دَ آل ابراهيم عليه السلام يادګار دئ.

په نعمت باندے شکر ويستل دَ قرآن حکم دے؛

د الله تعالي له طرف نه چي کله فضل يا نعمت ملاوشې نو په هغے باندے دَ شکر ويستلو يوه مشهوره طريقه د خوشحالئے اظهار کول دې، د مسلمانانو د پاره دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ پيدائش ورځ نه بل غټ نعمت او فضيلت نه شې کيدے. ځکه خو الله تعالي په خپله مسلمانانو ته دَ خوشحاليے مناوَهلو حکم ورکړو. د الله تعالي ارشاد دے

قل بفضل اللہ وبرحمتہ فبذلک فلیفرحو ھو خیر مما یجمعون (سورۃ یونس ۱۰،۵۸).
ترجمه؛. تاسو اوفرمايے: (دا ټول هرڅه) د الله تعالي دَ فضل او د هغه د رحمت نتيجه ده (چي د خوږ پيغمبر عليه السلام د تشريف آوريے له وجے په تاسو اوشو) نو (مسلمانانو ته) پکار دې چي په دے ښے خوشحاليے مناؤ کړې. دا (خوشحالې مناوهل) له هغه څه نه ډير بهتر دي چي دوې ئے جمع کوې.

نبې عليه الصلوۀ والسلام فضل هم دے او رحمت هم دے

الله پاک فرمائې
ترجمه؛.(سوره النسا ۸۳) او (اے مسلمانانو) که چرته تاسو باندے دَ الله تعالي فضل او دَ هغه رحمت نه وے نو بے شکه دَ لګو خلقو نه علاوه (ټولوبه) دَ شيطان تابعدارې کړے وے.

دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ تشريف راؤړ نه مخکښې ټول خلق په کفر او ګمراهيئ کښې مبتلا وو خو چي کله رسول الله عليه السلام دنيا ته راغلو او د قرآن او سنت د تعليم په وجه ئے خلق د جهالت او ګمراهو نه راويستل. نو الله تعالي د خوږ پيغمبر عليه السلام تشريف راؤړو ته خپل فضل او رحمت اوئيل او اوئے فرمائيل چي که چرته تاسو ته ځما حبيب عليه السلام تشريف نه وئے راؤړے نو په تاسو کښې به اکثرو خلقو دَ شيطان تابعدارې اختيارَ کړے وے. يوبل ځائے کښې الله تعالي فرمائې:

وما ارسلنک الا رحمته للعالمين
ترجمه؛. او (اے پيغمبر عليک السلام) مونږه تاسو نه ئے ليګلې مګر دَ ټولو جهانو دپاره د رحمت (الانبيا. ۲۱، ۱۰۷).

عالمين جمع د عالم ده صرف په انسانانو او د زمکے په مخلوق باندے ئے اطلاق نه کيږې بلکے نورهم په زرګونو عالمونه دې د ټولو د پاره زمونږ خوږ پيغمبر عليه السلام رحمت دے.

نو چي کله دا ثابته ده چي دَ خوږ پيغمبر عليه السلام پيدائش زمونږ د پاره فضيلت هم دے او لوئے رحمت هم او رب تعالي په فضيلت او رحمت ملاويدلو باندے د خوشحالئي مناوهلو حکم هم کړے دے نوبيا ددے خبرے څه جواز جوړيګې چي دَ خوږ پيغمبر عليه السلام ميلاد ته ناجائز، حرام او بدعت اوئيل شې؟

د ميلاد النبي عليه السلام په اصل باندے دَ حديث شريف نه ثبوت

د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه روايت دے چي

لما قدم النبی صلی اللہ علیہ وسلم المدینۃ وجد یھود یصومون عاشوراء فسئلوا عن ذلک فقالو ھذا الیوم الذی اظفراللہ فیہ موسیٰ وبنی اسرائیل علی فرعون ونحن نصومہ تعظیماً لہ فقال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم نحنُ اولیِ بموسی منکم ثم امر بصومہ

ترجمہ؛۔
چي کله خوږ پيغمبر عليه السلام مدينے منورے ته تشريف راؤړو نو هغوې اوکتل چي يهود په ورځ دَ عاشورے (په لسم دَ محرم) روژه نيوله. نودَ هغوې نه ددې په حقله تپوس اوکړے شو نو هغوې اوئيل: چي په دې ورځ الله تعالي حضرت موسي عليه السلام ته او بني اسرائيلو ته په فرعون باندې کاميابې او غلبه ورکړے وه نو مونږه دَ دې لوئے کاميابئي د تعظيم له وجے په دې ورځ روژه نيسو. نورسول الله عليه السلام اوفرمائيل؛ مونږ تاسو نه دې موسي عليه السلام په حقله ډير حقدار يوو. بيا رسول الله عليه السلام د روژے نيولو حکم اوکړو

حواله؛ الصحيح البخارې شريف، کتاب فضائل الصحابه، باب اتيان اليهود النبي صلي الله عليه وسلم حين قدم المدينه، ۳، ۱۴۳۴ رقم الحديث ۳۷۲۷

نو چې کله يهود د خپل پيغمبر په کاميابئي باندے د خوشحالئے دمناوهلو حق لرې نو بائيد مسلمانان د خپل خوږ پيغمبر عليه السلام د پيدائش ورځ د مناوهلو ډير حق اولرې

دغه شان به نبي عليه السلام د ګل (پير) ورځ به روژه نيوله حواله صحيح مسلم شريف کتاب الصيام استحباب صيام ثلثته ايام من کل شهر ۲، ۸۱۹ رقم الحديث ۱۱۶۲

ډير ځاے دې شان ِ حديثونه بيان شوې دې چه تاسو په مکاشفه مکمل عکسونو سره کتئي شئ. يو مشهور حديث دَ ابولهب په ترحقله بيان شوے دے چه کله هغې دَ نبي عليه السلام د پيدائش په خوشحالئې کښې خپله کنيز ثوبيه آزاد کړې وا نو دَ هغه په خوشحالئې منود کولو باندے الله ترمخه دَ مرګ نه پس له ورته دَ پير په ورځ په عذاب کښې کمے کيږې او هغې دَ هغه ګوتو نه اوبه جارې شې چي په کمے ئے دَ ثوبيئے دَ آزادئي اشاره کړے وه.

يعنې دا د يو کافر له پاره اجر دے نو اے مسلمانانو فکر وکړے چي دَ مسلمان په خوشحالئے کولو باندے با څومره اجر وې

بعضے دوستان په جشن ميلاد النبي عليه السلام کوؤنکو باندے دا سوال کوې چي دميلاد شريف د پاره د ربيع الاول مياشت او دولسم ربيع الاول ولے خاص کړئے شوې دې؟

د هغوې په خدمت کښې دا عرض دے چي دا تخصيص داسے نه دے لکه څه رنګه چي اول شوال دَ وړوکې اختر د پاره او ۹ ذوالحج د حج د پاره. يا لکه څنګه چي دَ رمضان شريف مياشت د فرض روژے د پاره خاص ده. بلکے ميلاد شريف د کال په دولس مياشتو کښې مناوهلے شې شې او په دے باندے د امت عمل هم دے خو چونکے دَ ربيع الاول په دولسمه باندے د خوږ پيغمبر عليه السلام دنيا ته تشريف آورې شوے ده نو له دے وجے نه مسلمانان د ربيع الاول شريف په مياشت کښې د ميلاد شريف ډير اهتمام کوې او دا قسمه تخصيص په قرآن او سنت نه ثابت دے

عزتمندو مسلمانانو: بعضے ملګرې ميلاد النبي عليه السلام ته بدعت وائيې او د عامو مسلمانانو په ذهنونو کښې شکوک او شبهات پيدا کوې حالانکے په ميلاد شريف کښې قرآن او سنت بيانيګې يعني د دين د اشاعت لويه ذريعه ده، بهرحال څنګه چه ۲۰ رکعات تراويحے (بدعت حسنه) ده چي کم دَ نبي عليه السلام په وخت کښې نه وا خو دَ عمر رضي الله عنه شروع کړې وه داکسې ميلاد شريف منود کول هم (بدعت حسنه) په زمره کښې راځې او دَ بدعت ډير اقسامَ دې او بدعت حسنه هر هغه ښه کار دے چه مسلمانانو کښې رواج شې او سلف الصالحين په بد ونه وائې لکه چي حضرت محدث جلال الدين سيوطي شافعي رحمته الله عليه دې عمل يعني ميلاد کولو ته بدعتِ حسنه وئيلې دې. يعني هر بدعت ضلالت نه وې بلکے تش هغه بدعت بد وې چه کم په دين کښ اصل نه لرې او يا چي په دين کښې په ممانعت وې زمونږه د سني حنفيانو ټولو امامانو ميلاد شريف ته يو مستحسن او قابل ستائش کار نوم ورکړے دے خو بعض ګمراهانو چي عادت يے نيم ګړے خبرے کول وې هغو ورته يوه نامه بس په دماغ کښ اچولې دا چي دا خو بدعت دے اور هر بدعت ګمراهې وې چرے خپل پيروکارو ته دا نه شې خودلے چه دَ بدعت اقسام څامره دې

بلکے د محدث جلال الدين صاحب سيوطي په خپل کتاب کښ دَ حضرت امام دحيه کلبي رحمته الله عليه ترمخه دا روايت کړے دیے چي کم هغوي په خپل کتاب مولد البشير والنذير کښے ليکلے دے چي حضرت ابوعامر انصاري رضي الله عنه په خپل کور کښې مشران کشران کينولې وو او دَ نبي عليه السلام ولادت واقعات ئے ورته وائيل چي دَ پاسه به په خلقو يعني ګيرچاپيره ناست افراد، به واه واه کوله. يعني ميلاد شريف ئے کولو، نو نبي عليه السلام سره دَ خپل يو مشهور صحابي حضرت ابوهريره رضي الله عنه ورله کور مخه تشريف راؤړو، چي دا ماحول ئے وکتل نو حضرت عامر انصارې رضې الله عنه ته وائې چي اے ابوعامر، ځه ګورم چه الله دَ رحمت دروازے تاله پاره وازے کړے او دَ رحمت فريښتے رحمتونه اړوې دې ستا محفل باندے، بيا ئے اوفرمائيل چي که هرڅوک ستا په شان ِ دا عمل (يعني ميلاد) کوئې الله رحمتونه به ترګيرچاپيره وې.

نو ددې حديث شريف نه چي بيان دو مشهور امامانو کړے دے چي په سلف الصالحين کښې شميرکيږې خپلَ د سنت مبارکه نه دا عمل ثابت کړو که د دې نه پس له هم ستاسو د زړونو زنګ نه لرې کيږې نو مونږ خو تش تاسو لره دَ هدايت دعا کړے شو الله دے ټول مسلمانانو ته دَ ميلاد مناوهلو توفيق لکه دَ حقيقي مسلمان ورکړې آمين

 

روايات شاهد دې چي دَ ولادت مبارکه غونډ کال دَ معجزاتو او ده محيرالعقول واقعاتو کال وو. په دې غونډ کال کښې دَ پاک پروردګار خصوصې رحمتونو نزول جارې وو ترهغه چې هغه مبارک سعد موقعه راغله چې دَ دنياؤ رحمت يعنې خوږ نبې عليه السلام دنيا ته تشريف راؤړو، دَ حضرت عثمان بن ابې العاص رضې الله عنه نه روايت شوے دے چه هغوې فرمائيلې چي دَ هغوئ مورکئ ورته بيان وکړو

شھدت آمنۃ لما ولد رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم فلما ضربھا المخاض نظرت الی النجوم تدلی حتی انی لاقول: انھا لتقعن علی ۔ فلما ولدت خرج منھا نور اضاء لہ البیت الذی نحن فیہ والدار، فما شئ انظر الیہ الا نور۔

ترجمہ؛ چې کله دَ ولادتِ مبارکه وخت راغلے نو ځه سيدتنا آمنه رضې الله عنها سره ومه. او ما وکتل چي ستورې دَ آسمان نه رالاندې شول تردې چه ما محسوس کړل چه ګنې په ما باندے به راپريوزي. بيا چې کله ستاسو ولادتِ مبارکه وشوله نو دَ سيدتنا آمنه رضې الله عنها نه داسے نور راوتو تينه هغه کور چې مونږ پکے موجود وو روښانه شولو اولکه پړاکيدو، ماته په هرڅيز کښې تش نور ښکاره کيدو

حوالۀ کتب.

امام شیبانی۔الاحاد المثانی: ۶۳۱، رقم ۱۰۹۴ (ام عثمان بنت ابی العاص رضی اللہ عنہا)۔
طبرانی۔ المعجم الکبیر، ۲۵، ۱۴۷،۱۸۶ ، رقم ۳۵۵، ۴۵۷
اعلام النبوۃ، امام ماوردی ، ۲۴۷
امام طبری، تاریخ الامم والملوک : ۴۵۴
امام بیہقی ،دلائل النبوۃ ومعرفۃ احوال صاحب الشریعۃ، ج ۱، ۱۱۱
امام ابونعیم، دلائل النبوۃ ۱۳۵ رقم ۷۶
المنتظم فی تاریخ الامم والملوک لابن جوزی، ج ۲ ص ۲۴۷
تاریخ مدینۃ الدمشق ، امام ابن عساکر، ۳،۷۹
السیرۃ النبویۃ ، امام ابن عساکر۔ ۳: ۴۶
البدایۃ والنہایۃ، امام ابن کثیر، ۲:۲۶۴
مجمع الزوائد ومنبع الفوائد،امام ہیثھمی ۸: ۲۲۰
لطائف المعارف فیما لمواسم العام من الوظائف، ابن رجب حنبلی ۱۷۳
فتح الباری شرح صحیح البخاری، امام عسقلانی ۲: ۵۸۳

حضرت ابوامامه رضې الله عنه بيان کوې چي هغوې په دربار ِ رسالت کښې عرض وکړو چه يارسول الله صلي الله عليه وسلم ستاسو دَ نبوت مبارکه شروعات څنګه شوې وو؟ خوږ پيغمبر عليه السلام ورته وفرمائيل:

دعوۃ ابی ابراھیم ، وبشری عیسیٰ، ورات امی انہ یخرج منھا نور اضاءت منہ قصور الشام

ترجمہ؛۔ ځه خپل دَ پلار ابراهيم دعا او دَ عيسي بشارت يم ځما (د ولادت په وخت) ځما والده محترمي وکتل چي هغوې دَ جسم (مبارکه و اطهر) نه يو نور وؤتلَو چې څه سره دَ شام محلات روښان شول

حوالے؛.

مسند احمد بن حنبل ۵:۲۶۲ ، رقم الحدیث ۲۲۳۱۵
هم دا روايت دَ يو بل سند نه امام ابن حبان په خپل (الصحيح) کښې (۱۴:۳۱۳ رقم الحديث ۲۴۰۴) باندے لوستونکے دے
بخارې په خپل (التاريخ الکبير ۵: ۳۴۲، رقم، ۷۸۰۷ او ۱۷۳۶) کښې مختلف سند سره په هم دې الفاظو مشتمل يو طويل روايت بيان کړے دے
هم بخارې په خپل (التاريخ الاوسط ۱: ۱۳ رقم ۳۳) باندې په يو بل سند سره هم داسي بيان کړے دے
المسند ، امام ابن ابي اسامه، ۲: ۸۶۷ رقم ۹۲۷
المسند الرويانې: ۲: ۲۰۹ رقم ۱۲۶۷
المسند ابن الجعد ۴۹۲، رقم ۳۴۲۸
المسند الطيالسې؛ ۱۵۵ رقم ۱۱۴۰
المعجم الکبير للطبرانې، ۸:۱۷۵ رقم ۷۷۲۹
مسند الشاميين للطبرانې، ج ۲ ص ۴۰۲ رقم ۱۵۸۲
الفردوس بماثور الخطاب، للديلمې ج ۱ ص ۴۲ رقم ۱۱۳
اعتقاد السنته والجماعته، لالکائې؛ ۱: ۴۲۲، ۴۲۳ رقم ۱۴۰۴
حليته الاولياؤطبقات الاصفيا، امام ابونعيم؛ ج ۲ ص ۹۰
المنتظم فې تاريخ الامم والملوک ج ۲ ص ۲۴۸
السيرته النبويۀ، ابن عساکر، ج ۱ ص ۱۲۷
امام ابن کثير ، البدايۀ والنهايه، ج ۲ : ۲۷۵ و ۳۰۶ ق ۳۲۲
هيثمې (رح) په مجمع الزوائد ومنبع الفوائد(۸:۲۲۲) کښې ليکلې دې چي دا امام احمد روايت کړے دے او دې سند حسن دے
کفايته الطالب اللبيب فې خصائص الحبيب، امام سيوطې ۱: ۷۹

جشن ميلاد شريف دَ ائمه کرامو او دَ محدثين په نظر کښې:.

دَ قرآن او سنت نه پس له به مونږ اوس دَ ائمه کرامو او محدثينو نه دلائل پيش کوؤ سره دَ حواله جاتو چې چا دَ انعقادِ ميلاد النبې عليه السلام احوال بيان کړې دې، تاريخې تناظر کښې دَ دې دا تذکرے متعدد اسلامې ادوار او بلادِ اسلاميه نه متعلق دې

دا وئيل مطلقاً غلط او خلافِ حقيقت دے چې ميلاد باندې منعقد کيدونکې تقريبات بدعت دې، او دَ دے ابتدا برصغير پاک و هند مسلمانانو کړے وه. دا يو تسليم شده حقيقت دے چې تقاريبِ ميلاد النبې صلي الله عليه وسلم منود هندوستان مسلمانانو اختراع ده او نه بدعت دے. او نه دَ دې آغاز حاليه وختونو مسلمانانو کړئ دے بلکه دا يو داسې مبارک تقريب دے چې کم حرمين شريفين ، مکه مکرمه او مدينه منورے سره سره ټول عالمِ عرب کښې په صديانو راسې کيږې، روستو ورپسے هغه ځاے نه نورو عجمې ملکونو کښې هم دَ دې تقريب آغاز وشولو. ذيل کښې مونږ دَ ائمه کرامو او محدثين ترمخه حوالو سره جشن ميلاد النبې عليه السلام دَ آغاز و ارتقا تذکره به کوؤ.

۱۔ حجته الدين امام محمد بن ظفر المکې( ۴۹۷.۵۶۵هجرې).

حجته الدين امام ابوعبدالله محمد بن عبدالله بن ظفر المکې رحمته الله عليه په خپل (الدرالمنتظم) کښې ليکلې چي:

وقد عمل المحبون للنبی صلی اللہ علیہ وسلم فرحاً بمولدہ الولائم، فمن ذلک ما عملہ بالقاھرۃ المعزیۃ من الولائم الکبار الشیخ ابوحسن المعروف بابن قفل قدس اللہ تعالیٰ سرہ، شیخ شیخنا ابی عبداللہ محمد بن النعمان، وعمل ذلک قبل جمال الدین العجمی الھمذانی۔ وممن عمل ذلک علی قدر وسعہ یوسف الحجار بمصر، وقد رآئ النبی صلی اللہ علیہ وسلم وھو یحرض یوسف المذکور علی عمل ذلک

ترجمہ؛۔ اهل محبت دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ ميلاد په خوشحاليئ کښې دعوتِ طعام (خوراک سکاک) انعقاد کونکې دې. قاهره کښې چي کم اصحابِ محبت دَ ډيرو درنو ضيافتونو انعقاد کړے دے په هغو کښې شيخ ابو الحسن هم دے چي کم دَ ابن قفل قدس الله تعالي سره نوم سره مشهور دے او زمونږ دَ شيخ ابوعبدالله محمد بن نعمان شيخ وو. دا عمل مبارک جمال الدين عجمې همذانې هم کړے وو او په مصر کښې يوسف حجار دا شئے په ډير قدر وسعت سره منعقد کړے وو او بيا ئے خوږ پيغمبر عليه السلام په خوب کښې وکتلو چې تاسو صلې الله عليه وسلم يوسف حجار لره دَ دې عملِ مذکور (يعني ميلاد) ترغيب ورکولو.

حواله؛. سبل الھدیٰ والرشاد فی سیرۃ خیرالعباد: ۱:۳۶۳

 

دوئيم؛ شيخ معين الدين عمر بن محمد الملا (م ۵۷۰هجري)
شيخ معين الدين ابوحفص عمر بن محمد بن خضر اربلې موصلې (الملا) په لقب معروف دے. تاسو دَ موصل يو صالح، زاهد وعالم شخصيت په طور مشهور وو

وکان اول من فعل ذلک بالموصل عمر بن ممحمد الملا احد الصالحین المشھورین، وبہ اقتدی فی ذلک صاحب اربل وغیرہ رحمھم اللہ تعالیٰ۔
ترجمہ؛۔ او په شهر ِ موصل کښې دَ ټولو نه وړاندے دَ ميلاد شريف اجتماع منعقد کولو والا شيخ عمر بن محمد الملا او، چې دَ چا شمير په مشهور صالحين کښې کيږې او شاه اربل سره دَ نورو خلقو هم ددوئ اقتدا کړې ده. الله دې په هغوې رحم اوفرمائيې

حواله؛. الباعث علي انکار البدع والحوادث؛ ۲۴، امام ابوشامۀ،او، سبل الهدي والرشاد، امام صالحې، ج ۱ پ ۳۶۵

دريم؛ علامه ابن جوزې (۵۱۰. ۵۷۹هجرې)

علامه جمال الدين ابوالفرج عبدالرحمن بن علې بن جوزې (۱۱۱۶. ۱۲۰۱ع) دَ کثير کتابونو مصنف وو، هغوې په ميلاد باندې متعدد کتابونه لوستونکې کړې دې چې مشهور په کښې

۱.بيان الميلاد النبوې صلي الله عليه وسلم
۲. مولد العروس

شامل دې (اهم نوټ، دِ دوه کتابونو نه علاوه مونږ په سره په ډيجيټل لائبريرئ کښې دوئې يو څو نور کتابونه هم بطور مخطوط موجود دې چي حوالے اي مونږ په خپل عکسونو لائبريرئ کښې اول نه ورکړې دې). علامه ابن جوزې بيان الميلاد النبوې کښې فرمائې؛

لازال اھل الحرمین الشریفین والمصر والیمن والشام وسائر بلادالعرب من المشرق والمغرب یحتفلون بمجلس مولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم، ویفرحون بقدوم ھلال شھر ربیع الاول ویھتمون اھتماماً بلیغاً علی السماع والقراۃ لمولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم وینالون بذالک اجرًا جزیلاً وفوزًا عظیماً۔

ترجمہ؛۔ مکه مکرمه، مدينه منوره، مصر، شام، يمن الغرض چې ټول شرق تا غرب بلادِ عرب خلقه هميش لره ميلاد محفلونو انعقاد کوې، هغوې به چې کله دَ ربيع الاول سپوګمئ وليدله نو دَ خوشحالئ انتها به اي پاتے نه شوه. چنانچه ميلاد ذکر وئيلو او اوريدو له پاره به اے خصوصې انتظام کولو او دې په وجه بے پناه اجر او دَ کاميابئ ميړه کيدل به

حواله؛ ابن جوزې، بيان الميلاد النبوې صلې الله عليه وسلم ص ۵۸

علامه ابن جوزې په مولد العروس کښې فرمائې؛.

وجعل لمن فرح بمولدہ حجاباً من النار وسترًا، ومن انفق فی مولدہ درھمًا کان المصطفیٰ صلی اللہ علیہ وسلم لہ شافعًا ومشفعًا، واخلف اللہ علیہ بکل درھم عشرًا۔

فیابشری لکم امۃ محمد لقد نلتم خیرًا کثیرًا فی الدنیا وفی الاخری۔ فیاسعد من یعمل لاحمد مولدًا فیلقی الھناء والعز والخیر والفخر، ویدخل جنات عدن بتیجان در تحتھا خلع خضرًا۔ (مولد العروس لابن جوزی ص ۱۱)۔

ترجمه؛. او هرهغه کس چي څوک ستاسو صلي الله عليه وسلم په ميلاد (يعني ولادت) باعثَ خوشحالئ وکړه، الله تعالي ورته (دا خوشحالئي)هغې له پاره دَ هور نه حفاظت ترمخه حجاب او ډهال جوړوې. او چې هرچا که په مولد المصطفي صلي الله عليه وسلم له پاره يو درهم هم خرچه کړا نو تاسو صلي الله عليه وسلم به هغے له پاره شافع او مشفع وې او الله تعالي دَ هردرهم په بدل کښې لس ۱۰ درهم عطا فرمائې

اے امت محمديه تاسو لره دې بشارت وې چي تا په دنيا و آخرت کښې خيرِ کثير عطا کړو، پس چي هرڅوک چي ميلاد احمد مجتبي عليه السلام له پاره څه عمل کوې نو هغه خوشبخت دے او هغه به خوشحالئ، عزت، خيګړه او فخر به حاصل کړې او دَ جنت په باغونو کښې به دَ هيرونه جوړ تاج سره او په شين پيراهن اچونکئ به داخيليږې

علامه ابن جوزې دَ شاه اربل مظفر ابوسعيد کوکبرې دَ مخه په ډير درون پيمانے باندے ميلاد شريف منود کولو او په هغۀ خطير روپے لګولو ترمخه فرمائې

لولم یکن فی ذلک الا ارغام الشیطان وادعام اھل الایمان (سبل الھدیٰ والرشاد، للصالحی، ۱: ۳۶۳)۔
ترجمه؛ په دې خه نيک عمل کښې تش شيطان ذليل او رسوا کولو نه او اهل ايمان ته تقويت رسولو نه نور هيڅ هم نِشته

يعنې مراد ائ دا دے چي محافل ميلاد انعقاد کولو سره شيطان ذليل او خواريږې او مومنانو ته په دې عمل باندے تقويت رسې

نمبر ۴؛. حافظ ابوالخطاب بن دحيه کلبې (۵۴۴/۶۳۳)

قاضې القضاۃ ابوالعباس شمس الدین احمد بن محمد بن ابی بکر بن خلکان په خپل کتاب (وفیات الاعیان وانباء ابناء الزمان ۳: ۴۴۸۔۴۵۰) کښې حافظ ابوالخطاب بن دحيه کلبې دَ جوند ترحقله لوستونکے دے چې

کان من اعیان العلماء، ومشاھیر الفضلاء، قدم من المغرب، فدخل الشام والعراق، واجتاز باربل سنۃ اربع وستمائۃ، فوجد ملکھا المعظم مظفرالدین بن زین الدین یعتنی بالمولد النبوی، فعمل لہ کتاب “التنویر فی مولد البشیر النذیر” وقرآۃ عیہ بنفسہ، فاجازہ بالف دینار۔ قال: وقد سمعناہ علی السلطان فی ستۃ مجالس، فی سنۃ خمس وعشرین وستمائۃ۔

ترجمہ؛۔ د دوئې شمار په اوچت علمااو مشهور محققينو کي کيږې،هغه د مراکش نه شام اودَ عراق سياحت له پاره روان شو. ۶۰۴هجرې کښې هغوې ګزر دَ اربل په علاقے باندے وشو چرته چې هغوئ ملاقات عظيم المرتبت سلطان مظفر الدين بن زين الدين سره وشې چې څوک دَ نبي عليه السلام دَ ميلاد شريف په انتظاماتو کښې مصروفَ وې. په دے موقعه باندے هغوې يو کتاب (التنوير في مولد البشير النذير) لوستونکے کوې، او دا کتاب بيا سلطان باندے اورئ نو بادشاه دَ دې کتاب ليکلو خدمت په وجه دوئ له ۱ زر دينار بطور انعام ورکئې، هغوې وائې چي مونږ په ۶۲۵هجرئ کښې سلطان سره په شپږ ۶ نشستونو (محفلونو) کښې دا اوريدلے او.

حوالے؛

حسن المقاصد في عمل المولد، امام سيوطې ۴۴:۴۵
الحاوې للفتاوې امام سيوطې؛ ۲۰۰
حجته الله علي العالمين فې معجزات سيد المرسلين، امام نبهانې؛ ۲۳۶،۲۳۷

نمبر ۵؛. حافظ شمس الدين الجزرې (م ۶۶۰هجرې)

شيخ القراۀ حافظ شمس الدين محمد بن عبدالله الجزرې الشافعې په خپل تصنيف (عرف التعريف بالمولد الشريف) کښې ليکلې دې چي؛

وقد رؤی ابولھب بعد موتہ فی النوم، فقیل لہ: ماحالک؟ فقال: فی النار، الا انہ یخفف عنی کل لیلۃ اثنین، وامص من بین اصبعی ھاتین ماء بقد ھذا۔ اشار براس اصبعہ۔ وان ذلک یا عتاقی لثویبۃ عند ما بشرتنی بولادۃ البنی صلی اللہ علیہ وسلم ویارضاعھا لہ

فاذا کان ابولھب الکافر الذی نزل القرآن بذمہ جوذی فی النار بفرحہ لیلۃ مولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم بہ، فما حال المسلم الموحد من امۃ النبی صلی اللہ علیہ وسلم یسر بمولدہ، وبذل ما تصل الیہ قدرتہ فی محبتہ صلی اللہ علیہ وسلم؟ لعمری انما یکون جزاؤہ من اللہ الکریم ان یدخلہ بفضلہ جنات النعیم (بحوالہ الحاوی للفتاوی للسیوطی ۲۰۶)۔

ترجمه؛. ابولهب دَ مرګ نه پس په خوب کښې وليدلے شو نو ترپختنه وکړے شوا چي وس په کم حال کښې اے؟ وئيلے چې؛ هور کښې سوزم خو په هر پير(يعني ګل) دَ ورځے ځما په عذاب کښې تخفيف (يعني کمے) کيږې، دَ ګوتے نه اشاره اے وکړا چې دَ هر ګل په ورځ ځما دَ دې دوه ۲ ګوتو نه دَ اوبو چشمه راؤزې چې کم ځه وسکم، او دا په عذاب کښ تخفيف په دې وجه باندے کيږې چه ما ثوبيه آزاده کړے وه چې چا مالره دَ محمد صلي الله عليه وسلم دَ ولادت خوشخبرے راکړی وه او په تاسو اے پئے هم سکلې وو.

خوږ پيغمبر عليه السلام دَ ولادتِ باسعادت په خوشحالئ کښې اجر په طور دَ هغه ابولهب په عذاب کښې هم کمے کيږې چي دَ چا په مذمت کښې په قرآن کريم کښې يو مکمل صورت نازل کړے شوے دے. نو دَ امتِ محمديه هغه مسلمان لره دَ اجروثواب به څه عالم وې چې څوک ستاسو دَ راتلو په دنيا کښې خوشحالې کوې او ستاسو عليه السلام په عشق او محبت کښې حسبِ استطاعت خرچه کوې؟ دَ خداے قسم! چې ځما نزدے الله تعالي به داسي مسلمان له خپل دَ محبوب عليه السلام خوشحالئے منود کولو په وجه او په طفيل به ورله نعمتونو نه ډک جنت عطا فرمائې

تاسومزيد ليکلې دې چي

من خواصہ انہ امان فی ذلک العام، وبشری عاجلۃ بنیل البغیۃ والمرام (بحوالہ؛ سبل الھدیٰ والرشاد للصالحی؛ ۱:۳۶۵و۴۶۶)۔

ترجمه؛ (دَ ميلاد دَ محفلونو په خاصيتونو کښې) يو خاصيت دا هم دے چي کم کال ميلاد شريف منود وکړے شې هغه کال امن قائم پاتي کيږې، نيز (دا عمل) نيک مقاصد او دَ زړونو خواهشاتو دَ فوري تکميل کيدو بشارت دے.

مزيد حواله جات؛. (۱) حسن المقاصد في عمل المولد، للسيوطې ۶۵:۶۶ (۲) قسطلانې،المواهب اللدنيته ۱: ۱۴۷ (۳) شرح المواهب اللدنيته للزرقانې، ۱: ۲۶۰ و ۲۶۱ (۴) سبل الهدي والرشاد للصالحې ۱: ۳۶۶ و ۳۶۷ (۵) حجته الله علي العالمين للنبهانې، ۲۳۷ و۲۳۸

 

نمبر ۶؛ امام ابو شامه (۵۹۹. ۶۶۵ھ)۔

دَ شارح صحيح مسلم شريف ، امام نووې (۶۳۱. ۲۷۷هجرې/ ۱۲۳۳. ۱۲۷۸ئ) شيخ امام ابوشامه عبدالرحمن بن اسمعيل (۱۲۰۲. ۱۲۶۷ۍ) په خپل کتاب الباعث علي انکار البدع والحوادث کښې ليکې چي؛

ومن احسن ما ابتدع فی زماننا من ھذا القبیل ما کان یفعل بمدینۃ اربل، جبرھا اللہ تعالیٰ، کل عام فی الیوم الموافق لیوم مولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم من الصدقات والمعروف واظھار الزینۃ والسرور، فان ذالک مع مافیہ من الاحسان الی الفقراء مشعیر بمحبۃ النبی صلی اللہ علیہ وسلم وتعظیمہ وجلالتہ فی قلب فاعلہ وشکر اللہ تعالیٰ علی ما من بہ من ایجاد رسولہ الذی ارسلہ رحمۃ للعالمین صلی اللہ علیہ وسلم وعلی جمیع الانبیاء والمرسلین

ترجمہ؛۔ او هم په دے (بدعت حسنه) په قبيل باندے زمونږ په زمانه کښې دَ خه بدعت آغاز په اربل ښار کښې ، الله تعالي دے ورته حفظ وامان عطا کړې وکړے شو. دے بابرکت ښار کښې هر کال دَ ميلاد النبې صلي الله عليه وسلم په موقعه باندے د، فرحت و خوشحالئے اظهار ترمخه دَ صدقے او خيراتونو ورونه وازے کړے شې. چي دَ څه له برکته يو مخه خو دَ غريبانو مساکينو خيګړه وشې او په بله دَ خوږ پيغمبر عليه السلام ذاتِ پاک سره مينه او محبت پهلو هم راوريږې او پته لګې چې دَ شادمانے او خوشحالئے اظهار کونکو په زړونو کښې خپل دَ خوږ پيغمبر عليه السلام بے حد تعظيم پاهلے کيږې او دَ هغوې دَ جلال او عظمت تصور موجود دے. ګويا چي دَ خپل رب شکر ادا کوې چي هغے لوئے احسان او نعمت ولطف دے چي خپل خوږ پيغمبر عليه السلام ائ (دوئ اړخ ته) واستولو چې کوم ټول جهان له پاره مجسم رحمت دے او په تمام انبياؤ او په رسولانو باندے فضيلت لرې.

شيخ ابوشامه ، دَ شاه اربل مظفر ابوسعيد کوکبرې ترمخه په ډير لوئے او ستر پيمانے باندے ميلاد کولو او په هغے خرچه کولو ترحقله دَ هغے په تعريف کښې ليکې چي

مثل ھذا الحسن یندب الیہ ویشکر فاعلہ ویثنی علیہ
ترجمہ؛۔ دا نيک عمل به مستحب کنړلے کيږې، او دَ دے کونکې شکريه ادا کول په کار دې او په دے (نيک عمل) به دَ هغوئ تعريف کول په کار دې

حوالے؛.

الباعث علی انکار البدع والحوادث ، امام ابوشامہ؛ ۲۳،۲۴
سبل الھدیٰ والرشاد للصالحی، ۱ : ۳۶۵
انسان العیون فی سیرۃ الامین المامون، ۱: ۸۴
السیرۃ النبویۃ، للشیخ احمد بن زینی دھلان مکی، ۱:۵۳
حجۃ اللہ علی العالمین ، للنبھانی، ۲۳۳
و
سبل الھدیٰ والرشاد ، ۱۔ ۳۶۳

نمبر ۷؛. امام صدرالدين موہوب بن عمر الجزری (م ۶۶۵ھ)

قاضئ مصر صدر الدين موهوب بن عمر بن موهوب الجزري الشافعې فرمائې؛

ھذہ بدعۃ لاباس بھا، ولا تکرہ البدع الا اذا راغمت السنۃ، واما اذا لم تراغمھا فلاتکرہ، ویثاب الانسان بحسب قصدہ فی اظھار السرور والفرح بمولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم

وقال فی موضع آخر: ھذا بدعۃ، ولکنھا بدعۃ لا باس بھا، ولکن لا یجوز لہ ان یسال الناس بل ان کان یعلم او یغلب علی ظنہ ان نفس المسؤول تطیب بما یعطیہ فالسؤال لذلک مباح ارجو ان لا ینتھی الی الکراھۃ

ترجمہ؛۔ دا بدعت دے خو په کښې هيڅ هرج نشته، او بدعتِ مکروه هغه وې چې دَ څه نه دَ سنت بي حرمتې وشې، که دا شئ اړخ په کښې نه وې نو (بدعت) مکروه نه وې او انسان دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ ميلاد په وجه به سبب حسبِ توفيق او حسبِ اراده دَ مسرت او خوشحالئي کولو مطابق اجر وثواب پائې.

په يو بل ځائے کښې فرمائې؛ دا بدعت دے خو په دې بدعت کښې هېڅ مضائقه نِشته. خو دې له پاره خلقو نه سوال کول جائز نه دې،او که هغې ته دا معلومه وې يا ورته غالب ګمان وې چه دَ دے سوال به په دَ مسئول په طبيعت باندي ګران نه وې او په خوشحالئي به سوال پورا کړې تو په داسې صورت کښې به مباح وې، او ځه اميد لرم چې دا عمل به په کراهت باندے مبنې نه وې

حواله؛ سبل الهدي والرشاد از امام صالحې، ج ۱ ، پ ۳۶۵ او ۳۶۶

نمبر ۸؛. امام ظهير الدين جعفر التزمنتي؛
امام ظهير الدين جعفر بن يحيي بن جعفر التزمنتي الشافعې (م ۱۲۸۳ هجرې) وائې؛

ھذا الفعل لم یقع فی الصدر الاول من السلف الصالح مع تعظیمھم وحبھم لہ اعظاماً ومحبۃ لا یبلغ جمعنا الواحد منھم ولا ذرۃ منہ، وھی بدعۃ حسنۃ اذا قصد فاعلھا جمع الصالحین والصلاۃ علی النبی صلی اللہ علیہ وسلم واطعام للفقراء والمساکین وھذا القدر یثاب علیہ بھذا الشرط فی کل وقت

ترجمہ؛۔ دَ ميلاد محفلونو انعقاد په اولنمئ صدې هجرئ کښې شروع شوے نه او اګرچه زمونږ اسلاف صالحين په عشقِ نبې صلي الله عليه وسلم کښې دومره سرشار وو چي زمونږ ټولو عشق او محبت په دې بزرګانِ دين کښې چرے يو کس عشق نبې ته هم نشې رسيدئ. ميلاد انعقاد کول بدعتِ حسنه ده، که دې شې اهتمام کونکئ صالحين يو ځائے جمع کوې، محفلِ درود و سلام او دَ فقرا ومساکينو دَ خوراک سکاک بندوبست کولو قصد کړې، په دې شرط سره چي کله هم دا عمل وکړے شې نو دَ ثواب باعث به وې

حواله؛ سبل الهدي والرشاد، ۱: ۳۶۴

نمبر ۹؛. علامه ابن تيميه (۶۶۱ تا ۷۲۸هجرې)

علامه تقې الدين احمد بن عبدالحليم بن عبدالسلام بن تيميه خپل کتاب (اقتضاء صراط المستقیم لمخالفۃ اصحاب الجحیم) کښې ليکې؛

وکذلک مایحدثہ بعض الناس، اما مضاھاۃ للنصاری فی میلاد عیسیٰ علیہ السلام واِما محبۃ النبی صلی اللہ علیہ وسلم وتعظیماً، واللہ قد یثیبھم علی ھذہ المحبۃ والاجتھاد، لا علی البدع، من اتخاذ مولد النبی صلی اللہ علیہ وسلم عیدًا۔

ترجمہ؛۔ او پَ دې شان ِ په هغه کارونو (امور) باندے (ثواب ورکړے کيږې) چي کم بعضه خلقه ايجاد کړې: ميلادِ عيسي عليه السلام کښې نصاريانو سره مشابهت له پاره يا خوږ پيغمبر عليه السلام دَ مينے او تعظيم له پاره. او الله تعالي هغولره په دې مينه او اجتهاد باندے ثواب عطا کوې نا کَ بدعت باندے، هغو خلقو لره چي چا يومِ ميلاد النبې صلي الله عليه وسلم دَ اختر په شانَ مناهو کړو

هم په دې کتاب کښې په يو بل ځائے باندے ليکې چي

فتعظیم المولد واتخاذہ موسماً، قد یفعلہ بعض الناس، ویکون لہ فیہ اجر عظیم؛ لحسن قصدہ، و تعظیمہ لرسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم کما قدمتہ لک انہ یحسن من بعض الناس ما یستقبح من المؤمن المسدد

ترجمه؛ دَ ميلاد شريف تعظيم کول او دې نه خپل شعار (عادت) جوړول بعض خلقو عمل دے او په دې کښې هغو لره اجر عظيم هم شته ځکه چي دَ هغوې نيت نيک وې او دَ خوږ پيغمبر عليه السلام تعظيم هم پکښې وېل څنګه چي ما اول بيان وکړو چي بعض خلقو نزدے يو امر خه وې او بعض مومن ورته قبيح وائې.

حوالے؛.اقتداٗ الصراط المستقیم، ابن تیمیہ ۴۰۴، و ۴۰۶

نمبر ۱۰؛ امام ابوعبداللہ بن الحاج المالکی (م ۷۳۷ھ)

په خپل کتاب المدخل الي تنميته الاعمال کښې ميلاد النبې صلي الله عليه وسلم په فضيلت ترمخه درج ذيل تحرير فرمائيلی دے؛

اشار علیہ الصلاۃ والسلام الی فضیلۃ ھذا الشھر العظیم بقولہ للسائل الذی سالہ عن صوم یوم الاثنین، فقال لہ علیہ الصلاۃ والسلام: ذلک یوم ولدت فیہ

فتشریف ھذا الیوم متضمن لتشریف ھذا الشھر الذی ولد فیہ، فینبغی ان نحترمہ حق الاحترام ونفضلہ بما فضل اللہ بہ الاشھر الفاضلۃ، وھذا منھا لقولہ علیہ الصلاۃ والسلام؛ انا سید ولد آدم ولا فخر، ولقولہ علیہ الصلاۃ والسلام؛ آدم ومن دونہ تحت لوائی

وفضیلۃ الازمنۃ والامکنۃ بما خصھا اللہ تعالیٰ من العبادات التی تفعل فیھا، لما قد علم ان الامکنۃ والازمنۃ لا تتشرف لذاتھا، وانما یحصل لھا التشریف بما خصت بہ من المعانی، فانظر رحمنا اللہ وایاک الی ما خص اللہ تعالیٰ بہ ھذا الشھر الشریف ویوم الاثنین، اَلا تری ان صوم ھذاالیوم فیہ فضل عظیم لانہ صلی اللہ علیہ وسلم ولد فیہ؟

فعلی ھذا فینبغی اذا دخل ھذا الشھر الکریم ان یکرم ویعظم ویحترم الاحترام الائق بہ وذلک بالاتباع لہ صلی اللہ علیہ وسلم فی کونہ کان یخص الاوقات الفاضلۃ بزیادۃ فعل البر فیھا وکثرۃ الخیرات۔ الا تری الی قول البخاری: کان رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم اجود الناس بالخیر، وکان اجود مایکون فی رمضان۔ فنمتثل تعظیم الاوقات الفاضلۃ بما امتثلہ علی قدر استطاعتنا۔

فان قال قائل؛ قد التزم علیہ الصلاۃ والسلام فی الاوقات الفاضلۃ ما التزمہ مما قد علم، ولم یلتزم فی ھذا الشھر ما التزمہ فی غیرہ۔ فالجواب: ان المعنی الذی لاجلہ لم یلتزم علیہ الصلاۃ والسلام انما ھو ما قد علم من عادتہ الکریمۃ فی کونہ علیہ الصلاۃ والسلام یرید التخفیف عن امتہ، والرحمۃ لھم سیما فیما کان یخصہ علیہ الصلاۃ والسلام۔

الا تری الی قولہ علیہ الصلاۃ والسلام فی حق حرم المدینۃ؛
اللھم ان ابراھیم حرم مکۃ، وانی احرم المدینۃ بما حرم بہ ابراھیم مکۃ ومثلہ معہ؟ ثم انہ علیہ الصلاۃ والسلام لم یشرع فی قتل صیدہ ولا فی قطع شجرہ الجزاء، تخفیفاً علی امتہ ورحمتہ لھم، فکان علیہ الصلاۃ والسلام ینظر الی ما ھو من جھتہ،،،،،،،،وان کان فاضلاً فی نفسہ یترکہ للتخفیف عنھم۔

ترجمہ؛۔

خوږ پيغمبر عليه السلام دَ خپل (ولادت دَ) عظيم مياشت عظمت اظهار دَ يو سائل په جواب کښې فرمائيلې چي چا دَ ګل دَ ورځے روژه نيولو ترحقله پښتنه وکړه. تاسو ورته اوفرمائيل: دا هغه ورځ ده چې په څه ځما پيدائش شوے وو

پس دَ دې ورځ په عظمت په وجه دَ هغه مياشت (ربيع الاول) دَ عظمت هم معلومه شو، چي په څۀ کښې ستاسو ولادت شوے او. لهذا مونږ ته په کار دې چه دَ دئ مياشت کماحقه احترام وکړو او دا مقدسه مياشت له په هغه څيز سره فضيلت ورکړو چي کم څيز سره الله تعالي دَ فضيلت والا مياشتو له فضيلت بخښلے دے. په دې ترحقله خوږ پيغمبر عليه السلام ارشاد اوفرمائيل؛ ځۀ دَ اولادِ آدم سردار يم او په دې هيڅ فخر نشته. او ستاسو عليه السلام يو بل فرمان عاليشان دے چي: ورځ دَ محشر سره دَ آدم عليه السلام ټول به ځما دَ پرچم لاندےبه وې.

دَ زمان او دَ مکان عظمتونه فضيلتونه په هغه عباداتو په وجه دې چي کمے په دې (مياشتو) کښې کولے کيږې. څنګه چي مونږ ته معلوم دے چه دَ زمان او دَ مکان خپل هيڅ عظمت او رفعت نشته بلکه دَ هغی دَ عظمت سبب هغه خصوصيات او امتيازات دې چي په څه نه دوئي سرفرازه کړے شوې دې. پس په دې غور وکړه، الله تعالي دے مونږ او ته په خپل رحمت باندے سرفراز کړې، او په دې وجه باندے الله تعالي دغه مياشت او دَ پير ورځ (يعني دَ ګل ورځ) له عظمت عطا کړے دے. ايا ته نه کاندے چي په دے ورځ روژۀ ساتل فضل عظيم دے ځکه چي رسولِ معظم صلي الله عليه وسلم ولادت په دے ورځ شوے وو.

لهذا لازمه دا چي کله دا مبارکه مياشت تشريف راؤړې، نو خه په ګرانو درنو ائ تکريم وتعظيم او په داسي شان توقير واحترام کول په کار دې چه دَ څه دا حقداره ده. او دا به دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ اسوۀ حسنه مبارکه تقليد وې ځکه چي تاسو به په دې ورځ خصوصي طور باندے (عظمت حامل) ورځو کښې به کثرت سره نيکئ او خيرات کارونه به کول. ايا تا لره نه ښکارې (حضرت عباس بن عبدالله رضي الله عنه نه) امام بخارې روايت کړے شوے دا قول نه ګورے چې: خوږ پيغمبر عليه السلام به خيګړے په کارونو کښې ټولو خلقو نه به زيات فياض وو او دَ روژو په مياشت (يعني رمضان شريف) کښې به ډير زيات فياضې او سخاوت مظاهره به اے فرمائيله. په دے وجه باندے چي که تاسو صلي الله عليه وسلم دَ فضيلت والا وختونو به عزت افزائي فرمائيله نو مونږ له هم په کار دې چه دَ فضيلت حامل وختونو (لکه چه څنګه ربيع الاول شريف) به قدر استطاعت تعظيم وکړو.

که څوک وائې؛ چې خوږ پيغمبر عليه السلام دَ فضيلت والا وختونو عزت افزائي فرمائيلے ده لکه چي څنګه صلي الله عليه وسلم وفرمائيلې چي اول تير شولو، خو تاسو خپله دَ هغه مياشتے چي په کومے کښې تاسو ولادت شوے او داسې شان عزت افزائي نه ده کړی چې څنګه به تاسو دَ نورو مياشو کوله؟ نو دَ دے ځواب دا دے چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم ته به امت له پاره تخفيف او آسانئي و راحت خيال به ډير وو بالخصوص په هغه څيزونو کښې چي کمے ستاسو دَ خپل ذاتِ مبارکه سره متعلق به وو.

ايا چرے تا دَ مدينے دَ حرمت ترحقله دَ خوږ پيغمبر عليه السلام هغه قول نه دے کتلے چي: اے الله بے شکَ ابراهيم عليه السلام مکه مکرمے نه حرم جوړ کړے وو او ځه دَ مدينه منورے له هم هغه څيزونو په شانَ حرم قرار ورکوم چي څنګه ابراهيم عليه السلام دَ مکه شريف له حرم (مقام) عطا کړے او. خو تاسو صلي الله عليه وسلم خپل دَ امت له پاره تخفيف او دَ رحمت په سبب دَ مدينے شريفے په حدود کښې ښکار کول او ونے غسولو هيڅ سزا نه ده مقرر فرمائيلي. خوږ پيغمبر عليه السلام به خپل ذاتِ مقدسه ترحقله کوم امربه او په واضحه فضيلت باوجود به دې امت آسانتيا له پاره به ترک کړو

ابن الحاج مالکې په يو بل ځائے کښې لوستونکے دے؛

فان قال قائل: ما الحکمۃ فی کونہ علیہ الصلاۃ والسلام خص مولدہ الکریم بشھر ربیع الاول وبیوم الاثنین منہ علی الصحیح والمشھور عند اکثر العلماء، ولم یکن فی شھر رمضان الذی انزل فیہ القرآن، وفیہ لیلۃ القدر، واختص بفضائل عدیدۃ، ولا فی الاشھر الحرم التی جعل اللہ لھا الحرمۃ یوم خلق السموات والارض ولا فی لیلۃ النصف من شعبان، ولا فی یوم الجمعۃ ولا فی لیلتھا؟

فالجواب من اربعۃ اوجہ؛

الوجہ الاول: ما ورد فی الحدیث من ان اللہ خلق الشجر یوم الاثنین، وفی ذلک تنبیہ عظیم وھو ان خلق الاقوات والارزاق والفواکہ والخیرات التی یتعذی بھا بنو آدم ویحیون، ویتداوون وتنشرح صدورھم لرؤیتھا وتطیب بھا نفوسھم وتسکن بھا خواطرھم عند رؤیتھا لاطمئنان نفوسھم بتحصیل ما یبقی حیاتھم علی ماجرت بہ العادۃ من حکمۃ الحکیم سبحانہ وتعالیٰ فوجودہ صلی اللہ علیہ وسلم فی ھذا الشھر فی ھذا الیوم قرۃ عین بسبب ما وجد من الخیر العظیم والبرکۃ الشاملۃ لامتہ صلوات اللہ علیہ وسلامہ۔

الوجہ الثانی:۔ ان ظھورہ علیہ الصلاۃ والسلام فی شھر ربیع فیہ اشارۃ ظاھرۃ لمن تفطن الیھا بالنسبۃ الی اشتقاق لفظۃ ربیع اذ ان فیہ تفاؤلاً حسناً ببشارتہ لامتہ علیہ الصلاۃ والسلام والتفاؤل لہ اصل اشار الیہ علیہ الصلاۃ والسلام۔ وقد قال الشیخ الامام ابوعبدالرحمٰن الصقلی: لکل انسان من اسمہ نصیب۔

الوجہ الثالث:۔ ان فصل الربیع اعدل الفصول واحسنھا۔

الوجہ الرابع: انہ قدشاء الحکیم سبحانہ وتعالیٰ انہ علیہ الصلاۃ والسلام تتشرف بہ الازمنۃ والاماکن لا ھو یتشرف بھا بل یحصل للزمان والمکان الذی یباشرہ علیہ الصلاۃ والسلام الفضیلۃ العظمیٰ والمزیۃ علی ماسواہ من جنسہ الا ما استثنی من ذلک لاجل زیادۃ الاعمال فیھا وغیرذلک۔ فلو ولد صلی اللہ علیہ وسلم فی الاوقات المتقدم ذکرھا لکان ظاہرہ یوھم انہ یتشرف بھا۔

ترجمہ؛۔

که څوک وئيلو والا وائې: دَ خوږ پيغمبر عليه السلام په ربيع الاول کښې او دَ ګل دَ ورځ ولادتِ مبارکه په حکمت ترمخه سوال وشې چي دَ دوئې ولادتِ مبارکه په رمضان المبارک کښې چي کمه دَ نزولِ قرآن مياشت ده او چي په څۀ کښې ليلته القدر ايښودلے شوے دے يا نورو درنو مقدسو مياشتو يا ۱۵ لسمے شعبان المعظم او دَ جمعے په ورځ ولے وو نه شولو؟

دَ دې څيز جواب په څلورو زاوياهائے نظر سره ورکړے دے شې

نمبر ۱. دَ احاديث په ذخيرو کښې لوستونکې دې چې الله تعالي دَ ګل په ورځے ونے پيدا کړې وو. په دې کښې يوه لطيف نقطه پټه ده. او هغه دا چي پير دَ ورځے الله تعالي، غذا ، رزق، روزګار، پل ميوے او نور دَ خيرات شئينه پيدا کړې وو چي دَ څۀ نه بنې نوع انسان خوراک اخلې او جوندے پاتيکيږې. او دا شئينه بطورِ علاج هم استعمالوې او په کتو ائے دوئې ته شرح صدر نصيب کيږې (يعنې دَ زړه خوشحالئے ورته ملاويږې). او دې په ذريعه دَ هغو نفوس لره خوشحالئے او فرحت رسيږې او په زړونو ائ سکون راولې ځکه چي (دوئې په ذريعه) نفوس. هغه څيز چه په څۀ هغوې دَ جوند دارومدار وې . مطمئن کيږې. څنګه چي الله تعالي سنت دے او طريقه ده (يعني هغے جوند هم په دا شئينو جوندے ساتلے دے). پس ستاسو صلي الله عليه وسلم وجودِ اطهر په دې مبارکه مياشت کښې په دې مبارکے ورځی دَ سترګو دَ يښيدو سامان دۍ په دے سبب چي (ستاسو صلې الله عليه وسلم دَ ولادت په سبب) ستاسو صلې الله عليه وسلم امت په خير کثير او عظيم برکتونو اوبښلے شو.

نمبر ۲. بے شکَ چي خوږ پيغمبر عليه السلام دَ ربيع په مياشت کښې ظهور کښې يوه واضحه اشاره ده هرهغه له پاره چي کَ څوک دَ ربيع په اشتقاق، معني او په مفهوم باندۍ غور وکړې ځکه چي لفظ ربيع (موسمِ بهار) کښې اشتقاقې طور باندۍ يو ښه او نيک شګون پاتے کيږې، په دئ کښې نيک شګون داسے دے چي ستاسو صلې الله عليه وسلم امت لره ستاسو صلې الله عليه وسلم بشارت ورکړے شوے دۍ، او نيک شګون څۀ نه څۀ اصل وې چه ده څه اړخ ته تاسو صلې الله عليه وسلم اشاره فرمائيلی ده. ابوعبدالرحمان صقلي بيانوې چې هرشخص له پاره دَ هغے په نامه کښې يوه حصه دَ هغې ايښوستئ شوۍ ده يعنې دَ هغۍ دَ نوم اثرات دَ هغې په شخصيت باندې مرتسم وې

نمبر ۳؛. دَ دې وجه دا ده چې ربيع (بهار) تمام موسمونو کښې انتهائې معتدل او حسين وې او هغه شان رسول معظم صلې الله عليه وسلم په شريعت په ټولو شرائعيو کښې په ډير اعتدال او آسان ترين دۍ.

نمبر ۴؛ بے شکَ الله پاک وغوښتل چي دَ نبې کريم عليه السلام دَ وجودِ باسعود نه زمان او مکان شرف حاصل کړې دا نه چي تاسو صلې الله عليه وسلم تينه شرف واخلئ. بلکه هغه زمان او مکان چي په کښې براه راست ستاسو صلې الله عليه وسلم آمد وې هغې ته فضيلتِ عظيم او په نورو زمان ومکان باندۍ نمايان فضيلت مقام او مرتبه حاصله شې. ماسوائے له هغه زمان او مکان چي دۍ چا استثناۍ شوې ده چې په هغو کښې دَ اعمالو کثرت وکړے شې او دې نه علاوه نور اسبابو په وجه باندۍ. پس که تاسو صلې الله عليه وسلم په هغه اوقات کښې کَ تشريف راؤړی وو چې دَ چا ذکر (په بره اعتراض کې تير شولو) تير شو نو هغه بظاهر په دې وهم کښې واچئې چي تاسو صلې الله عليه وسلم دوئې نه متشرف شوې دې

حواله جات؛

المدخل الی تنمیۃ الاعمال بتحسین النیات والتنبیہ علی کثیر من البدع المحدثۃ والعوائد المنتحلۃ ، از امام ابن الحاج مالکی، ۲: ۲۔۴۔ (۲) حسن المقاصد فی عمل المولد، امام سیوطی: ۵۷،۵۸۔ (۳) الحاوی الفتاوی للسیوطی، ۲۰۳، ۲۰۴ (۴) سبل الھدیٰ والرشاد للصالحی: ۱، ۳۷۱ و ۳۷۲ (۵) المدخل لابن الحاج، ۲: ۲۶ تا ۲۹ (۶) حسن المقصد فی عمل المولد للسیوطی ۶۷،۶۸، (۷) سیوطی ، الحاوی للفتاوی: ۲۰۷ (۸) حجۃ اللہ علی العالمین للنبھانی ۲۳۸۔

نمبر ۱۱۔ امام شمس الدین الذھبی (۶۷۳ تا ۷۴۸ ھ)۔

امام شمس الدين ابوعبدالله محمد بن احمد بن عثمان الذهبې (۱۲۷۴.۱۳۴۸ع) شمير دَ عالمِ اسلام عظيم محدثينو او په مؤرخين کښې کيږې. هغوې په اصولِ حديث او اسماءالرجال په فن کښې مضبوط خذمتونه کړې دې او ډير کتابونه ائ تصنيف کړې دې، مثلاً تجريد الاصول في احاديث الرسول، ميزان الاعتدال في نقد الرجال، المشتبته في اسماالرجال، طبقات الحفاظ وغيرهم. په فن ِ تاريخ کښې دَ دوۍ يو ضخيم کتاب تاريخ الاسلام ووفيات المشاهير والاعلام. موجود دے. اسماء الرجال په موضوع باندۍ يو درون ضخيم کتاب سير اعلام النبلاء کښې دَ رواۃ (يعنې دَ حديث راويانو، روايت کؤنکو) دَ جوندون په حالات سيرحاصل بحث کړئے شوے دۍ. دا کتاب په علمې حلقو کښې بلند پايه مقام لرې. امام ذهبې رحمته الله عليه په دۍ کتاب کښې حضرت سلطان صلاح الدين ايوبې (۵۳۲.۵۸۹هجري/بمطابق ۱۱۳۸ ع، ۱۱۹۳) دَ اوخې او دَ اربل بادشاه سلطان مظفر الدين ابوسعيد کوکبرې (م ۶۳۰هجرې) پځقله تفصيل سره ليکلې دې او دَ هغوئې ائ ډير تعريف وتوصيف کړئ دۍ. بادشاه ابوسعيد کوکبرې ډير زيات صدقه و خيرات کؤنکئ او مهمان نواز وو. هغوې ازلې بيمارانو او ړندو له پاره څلور ځئينه تعمير کړې وو او هر پير او دَ زيارت په ورځ به هغو خلقو سره ملاقات او حال احوال دريافت له پاره به ورتلو. هم داسي هغوۍ زناناؤ، يتيمانو او لاوارث ماشومانو له پاره بيل بيل کورونه تعمير کړې وو. او دَ بيمارانو عيادت له پاره به باقاعدګئ سره هسپتال له به ورتلو. احناف (يعنې حنفې) او شوافع (يعنې شافعې رونړۀ) له پاره بيلے بيلے مدرسۍ جوړې کړی وے او صوفيانو له پاره اے خانقاه تعمير کړی وا. امام ذهبې صاحب لوستونکۍ دۍ چي دا باچا سنې العقيده، نيک دل او متقې انسان وو. دوئې دا واقعه په خپل دو کتابونو (سيراعلام النبلا او تاريخ الاسلام) کښې بالتفصيل درج کړې ده.

امام ذهبې صاحب دَ باچا (يا) ملک المظفر دَ جشن ميلاد مناهلو ترمخه لوستونکے دے چي

واما احتفالہ بالمولد فیقصر التعبیر عنہ؛ کان الخلق یقصدونہ من العراق والجزیرۃ۔۔۔۔۔ ویخرج من البقر والابل والغنم شیئاً کثیراً فتنحر وتطبخ الالوان، ویعمل عدۃ خلع للصوفیۃ، و یتکلم الوعاظ فی المیدان، فینفق اموالاً جزیلۃ۔ وقد جمع لہ ابن دحیۃ (کتاب المولد) فاعطاہ الف دینار۔ وکان متواضعاً، خیراً، سنیاً یحب الفقھاء والمحدثین۔۔۔۔ وقال سِبط ابن الجوزی: کان مظفر الدین ینفق فی السنۃ علی المولد ثلاث مائۃ الف دینار، وعلی الخانقاہ مائتی الف دینار۔۔۔۔۔۔۔ وقال: قال من حضر المولد مرۃ عددت علی سماطہ مائۃ فرس قشلمیش، وخمسۃ آلاف راس شوی، وعشرۃ آلاف دجاجۃ، مائۃ الف زبدیۃ، وثلاثین الف صحن حلواء

ترجمہ؛۔
لفظونه دَ ملک المظفر محفلِ ميلاد مناهَلو انداز بيانولو نه قاصر دې، جزيرۀ عرب او عراق نه خلقه کشان کشان په دې محفل کښې شرکت له پاره رادرومۍ،،،،،،،،او کثير تعداد کښې غواګانۍ، اوخان او چيلې قربانې ورکړۍ کيږۍ او دَ قسم قِسم خوراکونه تياريږې. هغۍ به صوفيانو له پاره په کثير تعداد کښې خلعتونه تيارول او واعظينو په په ستر ميدان کې خطابونه کول او هغه به ډير زيات مال خيرات به ائ کولو. ابن دحيه دۍ له پاره کتاب ( ميلاد النبې صلې الله عليه وسلم) په دۍ موضوع باندې وليکلو نو هغې له اې يو زر دينار په انعام کښې ورکړه.هغه منکسر المزاج او راسخ العقيده سنې وو. فقها او محدثينو سره به ائ مينه کوله. سبط ابن الجوزې فرمائې: شاه مظفر الدين هرکال محفل ميلاد باندۍ ۳ لکه دينار خرچه کوله او په صوفيانو په خانقاهونو باندې به دو لکه دينار خرچ کولو. په دې محافلو کښې شريکيدونکې يو شخص وئيلې دې چه دَ هغې په دعوتِ ميلاد شريف کښې (۱۰۰) يعنې څل قشلميش اسپو باندې سوارانو به سلامې او استقبال لره به موجود وو. ما دَ هغې په دسترخوان باندې ۵۰۰۰ سره کړې سرونه، ۱۰،۰۰۰ سره کړې چرګان، يو لک دَ پيئو نه ډک دَ خاؤرو پيالۍ او ۳۰،۰۰۰ دَ مټائې تالونه کتلې دې.

حواله جات؛.

سیر اعلام البنلاء، امام ذہبی : ۱۶:۲۷۴،۲۷۵
تاریخ الاسلام ووفیات المشاھیر والاعلام،امام ذہبی؛ ۴۵: ۴۰۲، ۴۰۵

نمبر ۱۲؛ امام کمال الدین الادفودی (۶۸۵۔ ۷۴۸ ھ)۔
امام کمال الدین ابوالفضل جعفر بن ثعلب بن جعفر الادفودی ( ۱۲۸۶۔ ۱۳۴۷ٗع) (الطالع السعید الجامع لاسماء نجباء الصعید) کښې فرمائې؛

حکی لنا صاحبنا العدل ناصرالدین محمود بن العماد ان ابا الطیب محمد بن ابراھیم السبتی المالکی نزیل قوص، احد العلماء العاملین، کان یجوز بالمکتب فی الیوم الذی ولد فیہ النبی صلی اللہ علیہ وسلم، فیقول: یافقیہ! ھذا یوم سرور، اصرف الصبیان، فیصرفنا۔

وھذا منہ دلیل علی تقریرہ وعدم انکارہ، وھذا الرجل کان فقیھاً مالکیاً متفنناً فی علوم، متورعاً، اخذ عنہ ابوحیان وغیرہ، مات سنۃ خمس وتسعین وستمائۃ۔

ترجمہ؛۔

زمونږ يو مهربان ملګرے ناصر الدين محمود بن عماد حکايت کوې چي بے شکه ابوطيب محمد بن ابراهيم السبتي المالکې، چي کوم دَ قوص وسيدونکۍ وو صاحبِ عمل علماؤ کښې شميريدو. په خپل دارالعلوم کې دَ خوږ پيغمبر عليه السلام دَ ولادت ورځ انعقاد به اې کولو او مدرسے کښې به غيرحاضرې کوله، هغو به (استاذانو ته) وئيل: اے فقيهانو! نن دَ خوشحالئې او مسرت ورځه ده، ماشومان پريږدئ، پس مونږ لره به چوټې ملاوا شوۀ.

دَ هغؤې دا عمل دوۍ نزدۍ ميلاد په اثبات او جواز او دَ دې په عدم په انکار باندې دليل او تائيد دے. دا کَس (محمد بن ابراهيم) مالکيانو يو ډير ستر لوئے فقيهه او ماهر ِ فن تير شوے دے چي کوم ډېر زهد او تقوې لرونکئ او. علامه ابوحيان او نور علمائ کرامو دوئ نه اکتسابِ فيض کړی دے او دوئې په ۶۹۵ هجرې کښې وفات شوۍ وو.

حواله؛.
حسن المقصد فې عمل المولد ، للسيوطې: ۶۶،۶۷
الحاوي الفتاوې للسيوطې؛ ۲۰۶
حجته الله علې العالمين ، للنبهانې؛ ۲۳۸

نمبر ۱۳؛ امام تقې الدين ابوالحسن السبکې: (۶۸۴.۷۵۶هجرې).

امام تقې الدين علې بن عبدالکافې السبکې (۱۲۸۴ تا ۱۳۵۵ ع) په حقله حضرت شيخ اسمعيل حقې رحمته الله عليه (۱۰۶۳،۱۱۳۷هجرې) فرمائې:

وقد اجتمع عند الامام تقی الدین السبکی جمع کثیر من علماء عصرہ، فانشد منشد قول الصرصری فی مدحہ علیہ السلام؛

قلیل المدح المصطفیٰ الخط بالذھب
علی ورق من خط احسن من کتب
وان تنھض الاشراف عند سماعہ
قیاما صفوفا او جثیا علی الرکب

ترجمہ:۔
امام تقې الدين سبکې اړخ ته دَ هغوې معاصر علماؤ يو کثير ډله به راجمع شوه او هغو ټولو به په شريکه مدح المصطفې صلې الله عليه وسلم (يعني نعت او درودوسلام) چي کم دَ امام صرصرې الحنبلې نعتيه اشعاره وو به اې وئيل:

اشعارو ترجمه؛.
دَ نبې کريم عليه السلام په مدحت يعنې تعريف کي دَ چاندئ دَ روقو باندې دَ سره زرو په اوبو او په ښه خوشنويس په لوستونکولو په نهايت دلکش انداز کښې تحرير کول هم کم دې، او دا هم کم دې چې دينې شرف والا (خلقَ) ستاسو صلې الله عليه وسلم دَ مبارک ذکر په وخت کښې بطور صفونو ورديږې يا دوزانو دې کيناستل وکړې

حواله؛. تفسير روح البيان، از شيخ اسماعيل صاحب حقې؛ ج ۹ :۵۶ او انسان العيون في سيرۀ الامين المامون للحلبې: ج ۱ :۸۴

نمبر ۱۴؛ امام عماد الدين ابن کثير (۷۰۱.۷۷۴هجرې)

امام حافظ عماد الدين ابوالفداء اسماعيل بن کثير (۱۳۰۱.۱۳۷۳ع) يو نامور مفسر، محدث، مؤرخ او فقيهه وو. ستاسو تحريرشوۍ تفسير القرآن العظيم يو مستند تفسير دے. تاسو په جامع المسانيد والسنن کښې دَ احاديثو يوه ستره ذخيره جمع کړې ده. تاريخ په ميدان کښې ستاسو(البدايته والنهايۀ) په نوم باندئ يو ضخيم تصنيف موجود دے چي په تاريخ ابن کثير باندے هم نوميږې. په دې کتاب کښې شاۀ اربل ابوسعيد المظفر او دَ هغې په جشن ميلاد مناوهلو پاسه په تفصيل ذکر کړی دے. دے نه علاوه امام ابن کثير (ذکر مولد رسول الله ورضاعته) په نامه باندے يو رساله هم تصنيف کړے ده . تاسو په کښې ليکلي دې چه

اول ما ارضعتہ ثوبیۃ مولاۃ عمہ ابی لھب، وکانت قد بشرت عمہ بمیلادہ فاعتقھا عند ذلک، ولھذا لما رآہ اخوہ العباس بن عبدالمطلب بعد مامات، ورآہ فی شر حالۃ، فقال لہ؛ ما لقیت؟ فقال: لم الق بعدکم خیراً، غیراتی سقیت فی ھذہ۔۔۔واشار الی النقرۃ التی فی الابھام۔۔ بعتاقتی ثوبیۃ۔

واصل الحدیث فی الصحیحین؛۔

فلما کانت مولاتہ قد سقت النبی صلی اللہ علیہ وسلم من لبنھا عاد نفع ذلک علی عمہ ابی لھب، فسقی بسبب ذلک، مع انہ الذی انزل اللہ فی ذمہ سورۃ فی القرآن نامۃ۔

ترجمه: دَ ټولو نه وړاندۍ ستاسو صلې الله عليه وسلم تره (يعنې دَ پلار ورور) ابولهب کنيزۍ ثوبي په پيغمبر عليه السلام پئی سکلې وو. هغې ستاسو (صلې الله عليه وسلم) تره لره ستاسو دَ ولادت مبارکي خوشخبرئ ورکړې وه نو په دې (خوشحالئ کې) هم هغه وخت ئي آزاده کړله. پس چي کله هغه مړ شو نو پس له دَ مرګَ هغوې رور حضرت عباس بن عبدالمطلب رضې الله عنه په خوب کښې وکاندو په بد حالاتو کښې نو پختنه ائ تر وکړۀ چې ستا څۀ حال دئ؟ نو هغه ورله جواب ورکړو؛ تاسو نه جداکيدو نه پس راته سکون نه دئ ملاؤ شوئ، او خپل دَ شهادت ګوتې اړخ ته اې اشاره وکړۀ او بيا په بيان شو چې، سوائے دَ دې چې په وجه دَ ثوبيئے آزادولو مالره دَ دې نه اوبه ملاؤ شې سکو له پاره.

اصل حديث (صحيين) کښې داسے دے چې

بس چي کله هغې خادمه ورله پئې ورکې نو دَ دئ پئے ورکولو په اجر نه الله پاک ستاسو صلې الله عليه وسلم تره هم محروم ونه ساتلو، بلکه په دې وجه باندی (په هغې فضل اوکړو) او هميش لره اې دَ هغې تنده ختمولو انتظام اوفرمائيلو حالانکه هم دا دې تره په بارے کښې مذمتې آيتونه په قرآن کريم کښې په يوې مکملِ سورت په شکل نازل کړۍ شوې وو.

حواله؛ ذکر مولد رسول الله صلې الله عليه وسلم ، لابن کثير. ۲۸:۲۹

دَ سلطان مظفر الدين کوکبري په شانکې چې امام ابن کثير نور څۀ وئيلې دې هغه تاسو په اردو کښې په تفصيل سره زمونږ آرټيکل (مضمون) شاه اربل معلومات کښې په مکاشفه ويب سائټ وئيلۍ شئے. قصه مختصر چي په هغې کښې دَ شاه اربل تعريف کولو نه پس امام صاحب وئيلې چې شاه اربل به په ميلاد باندې ۳ لَکه دينار خرچه کوله، امام ابن کثير په دومره خطير رقم په ميلاد النبې عليه السلام باندې خرچه کولو باندې تحسين کړے دے او يو ټکي هم په تنقيد يا اعتراض نه دے کړے. ياد لرئ چې يو دينار دو پاؤنډ برابر وو او دغه شانۍ ميلاد باندې خرچ شوے رقم شپږ ۶ لَکه ته وراورسيدو. دينار او دَ پاؤنډ موازنه دَ نن زمانے نا نه بلکه نن نا تقريباً ۸۰۰ کاله قبل کول په کار دې. که دَ نن زمانے په حساب تقابلې جائزه وکړۍ نو په هغه وختونو کښې به يو دينار کم وبيش پاؤ کم يو توله سونے برابر به کيږې چي کم نن پاکستانئ کرنسئ کښې تقريباً څلور زره ۴۰۰۰ روپۍ جوړېږې او که دَ يو دينار هوم په دي حساب قدر راؤيستلۍ شې نو دا نن تقريباً ۴۰ څلويښ پاؤنډ جوړېږې. او کښې په شمير حساب کښې چاليس له په ۳ لَکه (۳،۰۰،۰۰۰) بانئ ضرب ورکړی شې نو دا رقم تقريباً يو ارب ۲۰ کروړ پاکستانئې کلداره جوړېږې، او دا محض يوه تخمينه ده.

نمبر ۱۵؛ امام برهان الدين بن جماعه (۷۶۵، ۷۹۰هجرې)

امام برهان الدين ابواسحاق ابراهيم بن عبدالرحيم بن ابراهيم بن جماعه الشافعې (۱۳۲۵تا ۱۳۸۸ع) يو نامور قاضې او مفسر وو. تاسو په ۱۰ جلدونو مشتمل قرآن حکيم تفسير ليکلۍ دئ. حضرت امام ملا علې قارې (م ۱۰۱۴هجرې) عليه الرحمته البارې (المورد الروې في مولد النبوې ونسبه الطاهر) کښې ستاسو دَ معمولاتِ ميلاد شريف ترحقله لوستونکئ دی:.

فقد اتصل بنا ان الزاھد القدوۃ المعمر ابا اسحاق ابراہیم بن عبدالرحیم بن ابراہیم جماعۃ لما کان بالمدینۃ النبویۃ۔۔۔۔۔ علی ساکنھا افضل الصلاۃ واکمل التحیۃ۔۔۔۔کان یعمل طعاماً فی المولد النبوی، و یعطم الناس، ویقول: لو تمکنت عملت بطول الشھر کل یوم مولدًا۔

ترجمه؛ مونږ ته دا خبره راؤرسيدله چي زاهد وقدوۀ معمر ابو اسحق بن ابراهيم بن عبدالرحيم کله مدينته النبې….دوۍ په ساکن باندې افضل ترين دورد او سلام وې… کښې وسيدو نو ميلاد النبې صلې الله عليه وسلم په موقع باندي خوراک به ئي تيارولو او په خلقو به اۍ خوړَلو، او فرمائې چې؛ که ځما په وس کې وے نو غونډ مياشت به مِ هرورځ دَ ميلاد محفل اهتمام کولو.

حواله؛. المورد الروي فې مولد النبې صلې الله عليه وسلم ونسبه الطاهر؛ ۱۷. از امام ملا علې قارې

خصوصې نوټ؛ دَ طوالت په وجه دَ دې تحقيق دوئمه حصه به بيا ستاسو خدمت کښې راپيښؤ،پښتو ژبه کښې ما دَ ليکچرار سلطانې ګل صاحب (ګورنمنټ کالج چارسده) کتاب (ايا جش عيد ميلاد النبې بدعت دئ) نه استفاده کړې ده چې تصحيح او نظرثانې په جناب عبدالرحمن نظامې، فاضل جامعه نظاميه رضويه لاهور فرمائيلئ دے او مزيد تحقيق زمونږ دَ مکاشفه عکسونو او آرټيکلو نه اغستلې شوې دے چې زمونږ ګرانو ايډمن حضراتو هم په کښ ډير کاوش دئ، باقي تحقيق دَ دې خادم خپل تحقيق دۍ اور زمونږ عکسونه لائبريرئ کښي ډيرو کالونو راسې موجود مخطوط او عکسونه اې ګواهان دې. په آخر کښې دَ ميلاد شريف ثبوتونه په کتابي عکسونو په صورت کښې کتلو له پاره لنک ورکړے شوے دے. انشاالله مزيد معلومات به په دوئيمه حصه کښې اپلوډ کړۍ شې پس له دَ تکميل. په دعاګانو کښې ياد لرلو درخواست سره والسلام

عکسونو لنک او لائبريرئ له پاره دلته کلک کړۍ 

مزيد عکسونو او فولډر له پاره دلته کلک کړے

اردو انګريزئ اور پښتو کښې زوړ آرټيکل په ميلاد باندے

زمونږ آن لائين فورم او عکسونو له پاره دلته کلک وکړے